په لېبیا کې د امریکا یوه جېټ الوتکه لوېدلې
نن ټکی آسیا: په افریقیا کې د میشتو امریکايي عسکرو یوه ویاند اعلان کړی چې یوه امریکايي جیټ الوتکه (ایف 15 ای) ډوله تېر ماښام په لیبیا کې را غورځیدلې، وروستي خبرونه وايي چې ددغي الوتکي پلوټان خوندي پاته سوي دي.
دغه ویاند چې فینس کراولي نومیږي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې غالب ګمان دادی چې دا الوتکه به د فني خرابیو له امله را غورځیدلې وي، او د دښمن له خوا به نه وي په نښه سوې.
نومړي دا نه ده واضح کړې چې ایا دغي الوتکي تر لوېدو تر مخه په لیبیا کې بمبارۍ کولې او که نه.
پرون شپه هم غربي ځواکونو په لیبیا کې بمبارۍ کړی، او د لیبیا ځواکونو هم د بمباریو په جواب کې پر الوتکو دفاعي ډزی کړي.
د الوتکي د را غورځېدو وروسته انځور: