نړۍ

انډيپنډنټ ورځپاڼه: برتانیا کبر و غرور په افغانستان کې ښکېل کړه

ننټکیاسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د لندن څخه خپریدونکې ورځپاڼه دې انډیپنډنټ وايي چې یواځې وخت به دا وښيي چې افغانستان به خپل په پښو ودریږي او خپل راتلونکی به جوړ کړي او که به د تیرو کلونو د جګړو اور نور هم پسې وغځیږي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان لا درکه راتلونکی ددې خنډ نه ګرځي چې برتانیا یو ځل بیا له ځانه سره فکر و حساب وکړي، چې دوی په ځان څه وکړل؟ په ځانګړي توګه هغه ادارې (پوځ) له ځانه سره څه وکړل، چې لا یی یو څه عزت د برتانویانو په ذهن کې پاتې وو.

«برتانوی پوځ هغه لږ ور پاتې عزت هم بایلي؛ که څه هم په کراره دی، خو د برتانیې پوځ د خپل لوړ مقام څخه ښکته په را غورځېدو دی.»

ورځپاڼه زیاتوي چې د برتانوي پوځ ماتې او ستونزې یواځې دا نه دي چې ددوی نوم ته زیان ورسید، بلکې دوی چې له ځانه سره څومره تابوتونه، ټپيان او نفسياتي مریضان را وستلي دي، هغه به په برتانوي ټولنې تر ډیره وخته بوج وي. برتانوي پوځ چې هر کله د خپلو سیاسي مشرانو عزت او ابرو په خپلو فتوحاتو او بریاوو ساتلې، دا ځل په عراق کې او افغانستان کې د خپلو سیاسي مشرانو ابرو په خوندي کولو کې ناکامه شول، هغوی په افغانستان او عراق کې جګړه وبایله او بېرته برتانیې ته راغله.

انډيپنډنټ ورځپاڼه مخکې لیکي چې ټول دلایل او ثبوتونه دا را ښيي چې د پوځ مشرانو داسې یوه کار ته اوږه ورکړه چې ددوی تر وسه تیره وه او د پوځیانو د عادت سره سم یی ټول تدابیر يې تر شا وغورځول او غوښتل یی چې ځان ښوونه وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې ددې څو سببونه وه:

لومړی دا وو چې برتانوي پوځ پر ځان مغروره او متکبره وه، په ځانګړي ډول کله چې په ځینو جګړو کې نسبي بریا تر لاسه کړله.

دوهم: د امریکایي پوځ او د هغوی د پوځ د پرمختګ سره حسد او د هغوی سره اوږه پر اوږه جنګېدل.

درېیم: خپل په تاریخ باندې نازیدل او د یو پخواني عظیم قوت په توګه خپل یادونه تازه کول.

نن سبا په نړۍ کې د اکثرو مشکلاتو د حل لپاره د پوځ د کارولو څخه ډډه کیږي او هغه مناسب حل نه بلل کیږي، چې حقیقت هم داسې ده. نو ددې لوی لوی پوځیانو ګټه څه شوله، او کله کیدای شي دغه پوځ مونږ ته ګټور تمام شي، څرنګه دوی باندي باید مصارف وشي او څرنګه د ملکي پوځیانو څخه باید کار واخیستل شي دا او دې ورته ډیر سوالونه دی چې ځوابول يې ستونزمن دي.

د برتانیې پوځ یوې ټولنیزې زیرکتیا او هوښیارتیا ته اړتیا لري، چې ددې سوالونو ځواب پيدا کړي او د برتانیې سیاسي مشرانو ته په کار ده چې د جګړو پر ځای د خبرو له لارې د مسایلو په حل غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x