نړۍ

ډیلي میل: د پاکستاني طالبانو ویاند په برتانیا کې ډاکتر پاتې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): برتانوي چارواکي وايي چې محمد الخراساني تر هغه وروسته چې په یوه لاریون کې ونیول شو او بیا له دغه هېواده وتښتېده اوس د پاکستاني طالبانو ویاند دی.

د ډیلي میل د راپور سره سم ۳۹ کلن ډاکتر میرزا طارق د برتانیا په صحي مرکزونو کې جراحي کوله چې په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو په یوې ویډيو کې راښکاره شوې.

راپور کاږي چې نوموړی په ۲۰۱۳زکال کې په یوه لاریون کې تر هغه وروسته ونیول شو چې یو کس یې پر سر ووهلو. طارق میرزا وروسته په ضمانت خوشې شو خو پاسپورت یې حکومت له ځان سره ونیولو.

ډاکتر طارق علي چې پاکستاني طالبانو محمد الخراساني معرفي کړی، برتانیې ته تر تګ وړاندې په پاکستاني پوځ کې ډاکتري کړې. ډيلي میل وايي چې نوموړی اوسمهال د احیايې خلافت په نوم د انګلیسي مجلې ایډيټر هم دی.Dr Tariq Ali has edited an online English-language jihadist magazine, called 'Ihya-e-Khilafat', Revival of the Islamic Caliphate, aimed at recruiting Muslim youths from the WestDr Mirza Tariq Ali, 39, who fled the country after being charged with violent disorder  has become a senior leader of the Taliban in Pakistan

نوموړی وروسته لندن او کیمبرج ته ولاړ او هلته یې هم د ډاکترۍ دنده ترسره کړې.

په هغه ویډیو کې چې څه موده وړاندې خپره شوې نوموړي ویلي چې د برتانیا څخه تر تښتیدلو وروسته نوموړي غوښتل سوریه ته ولاړ شي، خو په کروشیا کې ونیول شو.

طارق علي چې ویل کیږي محمد الخراساني دی اوسمهال د پاکستاني طالبانو ویاند دی.

ويل کيږي، له دې مخکې چې حکيم الله محسود د پاکستاني طالبانو مشر و، محمد خراساني د پاکستاني طالبانو د پنځه کسيزې فرهنګي شورا غړی و.

د سرچينو له قوله محمد خراساني په ژورناليستيکو چارو کې پراخه تجربه لري او په پښتو، اردو، انګلیسي او عربي ژبو روانې خبرې کولای شي.

د پاکستاني طالبانو سرچینو تر دې مهاله د ډيلي میل راپور په اړه څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

تل دی بریالی او کامیاب وی د پاکستان د مرتد حکومت پر ضد قهرمان مجاهد طالیبان زمونژ دوعاوی نیکی هیلی او مادی معنوی کمک تر تاسو قربان شه تاسو واقعا اسلام باله او پر دین مین طالیبان یاست د قرانکریم د حکم او ایت سره سم کله چه کفار له کومه ځایه در باندی یرغل وکړی نو باید هم هاغه سیمه تر جنګ لاندی ونیسی افسوس چه زمونږ ړانده څوک پوهی کړی چه د کفر او ارتداد مرکز چه ړنګ نشی بیا به مو هم دغه حال وی نن یی امریکا ته د حملی او اکمال لپاره مولا فضول رامان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x