ټکنالوژي

اپل کمپنۍ ۴۰ میلیونه ساعتونه جوړوي خو ولي … ؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): اپل کمپنۍ غواړي خپل اپل ساعت روان زیږیدیز کال د خرڅ لپاره بازار ته وړاندې کړي او په همدې موخه دغه کمپنۍ غواړي له ۳۰ څخه تر ۴۰ میلیونه اپل ساعتونه تولید کړي؛ خو ایا دغه اندازه ساعتونو په خرڅولو به بریالۍ شي؟

د دغې کمپنۍ یو رسمي پاڼه چې د کمپنۍ د خرڅلاو برخې مشر انجلا اهرینډیتز خپل یو کارکوونکی ته لیکلی و په غیر رسمي بڼه رسنیو ته رسیدلی. په دې پاڼه کې ویل شوي چې دغه ساعتونه به د ۲۰۱۵ز کال په فیبروري یا مارچ میاشت کې بازار ته وړاندې شي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ د بازار حالت نظر کې نیولو سره کیدی شي د اپل ساعتونه له ټاکل شوي مودې څخه مخکې بازار ته د کاروونکو لپاره وړاندې شي.

د ټکنالوژۍ برحې څیړونکي وايي چې کیدی شي اپل خپله دغه رسمي پاڼه رسنیو ته رسولی وي تر څو نور کمپنۍ غافله او په یو خاص او گټور وخت کې خپل ساعتونه بازار ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x