د افغانستان په ختیځ کې د بهرني ځواکونو دوه سرتیري ووژل شوه

U.S._Marinekilled_in_Afghanistanنن ټکی آسیا: د بهرني ځواکونو (ایساف) د مطبوعاتي دفتر څخه نن په یوه اعلامیه کې ویل سوی چې نن د افغانستان په ختیځ کې د مخالفینو په برید کې دوه بهرني عسکر ووژل شوه.

اعلامیه دا نه ده څرګنده کړې چې مړي د کوم هیواد دي، او په دقیقه توګه پېښه چیرته را منځته سوې.

د بلي خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نن ما پښین طالبانو د لوګر ولایت د چرخ د ولسوالۍ اړوند د شش کلا په سیمه کې پر بهرني ځواکنو برید وکړ، چې له امله یې لږ تر لږه پنځه بهرني سرتیري ووژل شوه، او دوه عرادې موټر یې هم له منځه ولاړل.

مجاهد وویل: د اسلامی امارت د مجاهدینو په دې کامیابه برید کې یو تن طالب هم شهید سو..
د یادوني وړ ده چې په روانه میلادي میاشت (مارچ) کې د بهرنیانو د هغو مړو شمېر چې په رسمي توګه اعلان شوي 24 تنو ته ورسید.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د