ټکنالوژي

بلیک بیري (BlackBerry) له سامسنگ (Samsung) سره یو ځای کار کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): بلیک بیري کمپنۍ د انډروایډ (Android) سیسټم ټول کاروونکي وروسته له هغې حیران کړل چې دغه کمپنۍ اعلان وکړ چې د سمارټ فونونو امنیتي سیسټم پیاوړي کولو لپاره به د سامسنگ کمپنۍ سره یو ځای کار کوي.

له دې وروسته به دا ممکنه وي چې د سامسنگ سمارټ فون کاروونکي د بلیک بیري سمارټ فون امنیتي سیسټم استعمال کړی. هیره دې نه وي چې له دې مخکې بلیک بیري کمپنۍ خپل کاروونکي د سامسنگ له امله له لاسه ورکړی و او دغه کمپنۍ له ماتې سره مخ شوې وه.

بلیک بیري کمپنۍ لوړ پوړي چارواکی جان سېمس وویل: «خلکو اټکل نه کاوه چې مونږ د سامسنگ له کمپنی سره یو ځای وویني خو مونږ باید خلکو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره هر کار وکړو.»

بلیک بیري کمپنۍ خپل ډیر کاروونکي له لاسه ورکړي چې خپل کاروونکو بیرته لاسته راوړلو لپاره یو نوی او غوره وړاندیز ته اړتیا لری تر څو د کاروونکو توجه خپل لورې ته واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x