افغانستان

جرمني او ایټالیې په افغانستان کې د ۱۳۵۰ عسکر و د پريښودلو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (چارشنبه، لړم۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د جرمني او ايټالیې د دفاع وزارت چارواکو، له ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د خپلو پرېښودونکو عسکرو او نظاميانو شمېرې په ډاګه کړې.

رویټرز خبري اژانس د جرمني د دفاع وزارت د ویاند له خولې خبر ورکوي، چې دغه هېواد به له ۲۰۱۴ز وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او تجهیز لپاره په افغانستان کې ۸۵۰ عسکر پریږدي.

جرمني له دې وړاندې ویلي ول، چې په را روان کال کې به ۶۰۰ ځواکونو د دغې دندې لپاره په افغانستان کې پریږدي، خو اوس چې نوي کال ته اېله یوه نېمه میاشت پاتې ده، نو د خپلو پاته کېدونکو عسکرو د کره شمېر په اړه یې وروستۍ څرګندونې کولې.

جرمني پر افغانستان باندې د امریکا له یرغل سره جوخت د ناټو تر چتر لاندې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې ۳۲۰۰ عسکر لرل، چې ډېری یې په شمال او شمال ختیځ سېمو کې مېشت ول.

همداراز د ایټالیې د دفاع وزارت هم تېره ورځ اعلان وکړ، چې په راتلونکي کال کې به افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز، مرستې او مشورې لپاره  ۵۰۰ عسکر دغه هېواد ته واستوي.

د ایټالیې د دفاع وزیر رابرټ پینوټي د سه شنبه په ورځ رسنیو ته په دې اړه وویل، چې ایټالیه ژمنه ده، چې له ۲۰۱۴ز کال وروسته هم په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل غیر محاربوي ماموریت ته ادامه ورکړي.

ده وویل، چې د ناټو د نورو غړو هېوادونو په څېر دوی هم له ۲۰۱۴ز کال وروسته د افغان ځواکونو د روزلو او جګړې ته د چمتو کولو هوډ لري.

د ایټاليې د دفاع وزیر زیاته کړه، چې دوی د خپل مخکني اعلان په خلاف ، چې د پاته کېدونکو عسکرو شمېر یې ۲۰۰ تنه ښودلی و،دا شمېره ۵۰۰ عسکرو او نظامي روزونکو ته پورته کوي.

د یادونې ده، چې د کابل – واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون له لاسلیک سره جوخت امریکا او ناټو پرېکړه کړې، چې را روان ۲۰۱۵ کال کې به په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ نظامي روزنکي او عسکر پريږدي، چې له دې ډلې به ۸۰۰۰ د امریکا متحده ایالات او پاته ۴۰۰۰ به د ناټو غړي هېوادونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x