افغانستان

په اوه ولايتونو کې به د امنيتي چارو د انتقال پروسه پيل شي

ana1نن ټکی آسیا: د افغانستان اولس مشر حامد کرزی نن اعلان وکړ چې دبهرنيو ځواکونو څخه  افغان قواوو ته د امنيتي چارو د انتقال د پروسې په لمړۍ مرحله کې به په اوه ولايتونو کې د انتقال پروسه پيل شي.

هغه وويل چې په لمړۍ مرحله کې به د کابل ولايت سروبي د ولسوالۍ څخه پرته د ټول کابل ولايت ، پنجشير او باميانو د ولايتونو ټولو سيمو ، هرات ، لښکرګاه ، مزار شريف او مهترلام د ښارونو مسئوليت افغان چارواکو ته وسپارل شي .

همدا راز نوموړي وويل چې د امنيتي چارو د انتقال پروسه به عملاً د روان هجري شمسي کال د سرطان (چنګاښ) په مياشت کې پيل شي.

هغه په بار بار وويل  چې د انتقال پروسه به خامخا په هيواد کي عملي کيږي.
جمهور رئيس زياته کړه چې د امنيتي چارو د انتقال د پروسې د دوهمې مرحلې لپاره هم څيړنې  روانې  دې چې پدې کې به هم يو شمير سيمې مشخصې شي .
جمهور رئيس حامد “کرزي” د خپلې وينا په ترڅ کې په خورا روښانه ټکو سره وويل چې د امنيتي چارو د اتنقال لپاره تر ټولو اساسي خبره دا ده چې بايد ټول پي ار ټي ګان (PRT) ، د دولت سره موازي ادارې او خصوصي امنيتي شرکتونه ختم شي چې همدا کار د دولت په پياوړتيا کې مهم رول لوبوي.
هغه افغاني ځواکونو ته د امنيت د سپارلو په اړه څو شيان د شرط په توګه ياد کړل او ويې ويل چې د کابل کنفرانس د پريکړې سره سم بايد د افغانستان سره کيدونکې نړيوالې مرستې د افغانستان د دولت له لارې استعمال شي ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولې ادارې بايد تر يو چتر لاندې راټولې ، د لګښتونو منابع او د کار ډول يې روښانه شي.
جمهور رئيس د افغانستان د اقتصادي بنسټونو لپاره هم بهرنيانو څخه وغوښتل چې بايد په دې ډګر کې هر اړخيزې مرستې وکړي .
هغه د بهرنيانو څخه وغوښتل چې د افغانستان ملي اردو په کمي او کيفي لحاظ پياوړې کړي څو افغان امنيتي ځواکونه پخپله د خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.
جمهور رئيس يو ځل بيا په طالبانو غږ وکړ چې د جګړې څخه لاس واخلي ، د افغانستان اساسي قانون ومني او په سوله ايز بهير کې راګډ شي.
هغه وويل که چيرته مخالفين د جګړې څخه لاس نه اخلي نو په افغانستان کې به د بهرنيانو د پاتې کيدو ستر علت همدا مخالفين وي.
جمهور رئيس حامد “کرزي” د نړيوالو قواوو څخه په عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې بايد د تروريزم اصلي مرکزونه په نښه او د تروريزم پر ضد مؤثره او ګټوره جګړه وشي.
هغه د طالبانو څخه هم وغوښتل چې د ملکي خلکو ژوند دې خوندي کړي او ملکي وګړي دې نه وژني.
جمهور رئيس “کرزي” د ګاونډيانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي .
“کرزي” وويل په افغانستان کې دوه ديرش کاله جګړې وشوې او هيواد ويران شو چې د هيچا په ګټه هم نه ؤ .
نوموړي وويل چې افغانستان د امريکا او ناټو سره ستراتيژيکو اړيکو ټينګول غواړي او دغه اړيکې د افغانستان په ګټه دي چې پدې لړ کې د امريکا سره خبرې روانې دي.
هغه د عنعنوي لويې جرګې د رابللو خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه جرګه به د امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو پر ټينګولو تصميم ونيسي.
جمهور رئيس پخپلو څرګندونو کې دا ونه ويل چې د سيمو څخه تلونکي بهرني فوځيان به خپلو هيوادونو ته ستانه شي او که د هيواد په نورو برخو کې به په دندو وګمارل شي.
له بلې خوا د طالبانو وياند قاري محمد يوسف “احمدي” افغاني ځواکونو ته د امنيت د انتقال د پروسې پيل کيدل د يو نمايشي قدم په نوم ياد کړ او افغان اسلامي اژانس ته يې وويل: دا يو نمايشي اقدام دى ، مخکې لدې چې کرزې په دې اړه معلومات ورکړي بهرنيانو هر څه اعلان کړي وه څو د کرزي د خبرو اهميت راکم کړي ، دا ډول اقدامات د طالبانو لپاره کوم اهميت نه لري دا ځکه چې په دې ډول اقداماتو سره د افغانستان د مسئلې اساسي حل نه رامنځته کيږي.
د طالبانو وياند د افغانستان څخه د بهرنيو قواوو وتل د افغانستان د مسئلې د اساسي حل په نوم ياد کړ او ويې ويل: که چيري بهرنيان په ريښتيا سره غواړي چې د افغانستان مسئله حل شي نو خپلې قواوې دې د افغانستان څخه وباسي ، په دې ډول نمايشي اقداماتو سره نه د افغانستان مسئله حل کيدلاى شي او نه د طالبانو په مقاومت کې کمي رامنځته کيدلاى شي بلکه طالبان به د پخوا په څير خپل جهاد او مقاومت ته دوام ورکوي.
“احمدي” وويل: که يو بهرنى عسکر هم د افغانستان په يوه لويشت خاوره کې هم موجود وي نو طالبان به د خپل مقاومت څخه لاس وانخلي او خپل جهاد ته به دوام ورکوي.
بايد وويل شي چې افغانستان کې افغاني ځواکونو ته د امنيت د انتقال موده (21 جون-20 جولاى) هغه وخت دې چې امريکا به هم په همدغه وخت کې د افغانستان څخه د فوځونو وتل پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x