داودزی: موږ لاهم په نظامي برخه کې کمزوري يوو

 

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو سرپرست وزیر عمر داودزي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له سفیر سره په خبرو کې وویل چې موږ لا هم په نظامي برخه کې پیاوړتیا ته اړتیا لرو.

نوموړي وویل چې که څه هم د افغان عسکرو په روزلو او هغوی ته په روحیه ورکولو کې له نړیوالې ټولنې سره جوخت د امریکا متحده ایالاتو هم خپل اخلاص کړی دی.

خو په خبره يې لا هم په دې برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو همکاري ته اړتیا ده، چې په نظامي برخه کې خپل مرستې ونه سپموي.

د امریکا سفیر وویل چې دوی به له روان میلادي کال وروسته هم د افغان عسکرو روزنه پرېنږدي او په خبره يې دوی په نظامي برخه کې له خپلو روزل شویو افغان پولیسو ډېر خوښ دي، چې تل «قرباني» ورکوي.

دا په داسې حال کې دی چې د افغان ځواکونو د روزنو په موخه ناټو د امریکا په ګډون دوولس زره نظامي کسان پرېږدي، چې د دووسوو پنځلسو تنو دنده به يې د طالبانو په وړاندې د افغان عسکرو روزنه وي.

یاده دې وي د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د نظامي ځواکونو د کمزورتیا خبره کوي، چې د طالبانو بریدونه د پخوا په پرتله توند او پراخ شوي دي.

له بله اړخه دولتي مسوولین د طالبانو د بریدونو د ډېرښت علت په نظامي مسوولینو کې د طالبانو د نفوذ پرمختګ ګڼي، تېره ورځ د ولسمشرۍ لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم په نهمه حوزه کې د سرتېرو بریدونو پر مهال نظامي مسوولین ملامت وګڼل او هغوی يې د طالبانو په ملاتړ تورن کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د