امریکا افغان مړو ته په سپکاوي بښنه وغوښته

image-194584-galleryV9-ghyz

د متحدو ايالتونو پوځ د هغو انځورونو له کبله د رامنځ ته شويو پريشانيو له کبله بښنه غوښتې چې باور کېږي په افغانستان کې ددوى د ځينو پوځيانو له خوا اخيستل شوي او د جرمني د ‘شپيگل’ په مجله کې خپاره شول .

په دغو تصويرونو کې امريکايي سرتېري ښودل کېږي چې په افغانستان کې د يوه وژل شوي افغان جسد ته سپکاوى کوي .

دغه تصويرونه ويل کيږي چې د هغو شاو خوا ۴۰۰۰ تصويرونو له جملې دي چې د افغانستان په کندهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو پرمهال اخيستل شوي دي .

متحده ايالتونو ددغو تصويرونو له کبله د رامنځ ته شويو اندېښنو د کرارولو لپاره چټک گام پورته کړى .
د ‘ دیر شپيگل’ مجلې تصويرونه ښيي چې امريکايي سرتېري د يوه وژل شوي له جسد سره ناسم چلند کوي .
يو تصوير يو کس چې د متحدو ايا لتونو د پوځ جامي يې په تن دي، ښيي چې ظاهراً د يوه وژل شوي ملکي افغان سر يې پورته نيولى .
دويم تصوير کې هم يوکس چې پوځي دريشي يې په تن ده ښول کېږي چې دغه جسد ته د سپکاوي په حال کې ښودل کيږي .
دغه تورن پوځيان د متحدو ايالتونو د هغه ډلگۍ غړي بلل کېږي چې د تېر ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې یې د افغانستان په کندهار ولايت کې عمليات کوي .
په دغه ډلگۍ کې اوس ١٢ تنه په متحدو ايالتونو کې د ملکي افغانانو د وژنې او د هغوى جسدونوته د سپکاوي په تور له محاکمې سره مخامخ دي .
پنتاګان وايي دغه سرتېري يې پېژندلي او همدا تصويرونه به په نظامي محکمه کې د همدغو سرتېرو پر وړاندې وکاروي .
د امریکا پوځي محکمه
د امريکا ددفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ددوى په نظامي اصولو او دسيپلين کې د بشري حقونو درناوى او په جگړه کې د وژل شوي کسانو ته درناوى شامل دى .
دغه اعلاميه کې راغلي چې ددغه ناسم کار ترسره کوونکو سره به حساب کتاب وشي .
په کابل کې د بي بي سي خبریال پاول ووډ وايي، دا ډول تصویرونه له یوې خوا د افغان حکومت او ولس ترمنځ ترینګلتیا رامنځ ته کوي، او له بل پلوه له ایتلافي، په تېره بیا له امریکايي ځواکونو سره د افغان ولس د کرکې کچه لوړوي .
د امریکا پوځ ویلي دا ډول تصویرونه اخیستل “زموږ لپاره شرموونکی کار دی، چې د امریکا د پوځ له ارزښتونو او معیارونو سره په ټکر کې دی .”
د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ایتلافي ځواکونه د ۱۶٪ ولسي وګړو په وژنې پړه بلل شوي .
شپيګل ویلي دوی په انځورونو کې پر مړو یو ملنډې وهونکی امریکایی پړکه مشر ‘جیريمي مورلوک’ پېژندلی، چې د روان کال په لومړیو کې یې د درو وژل شوو افغانانو پر مړو ملنډې وهلې دي .
د تېر ۲۰۱۰ میلادي کال پرمهال د روانې جګړې په درشل کې په افغانستان کې تر ۲۷۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي، چې د تېر ۲۰۰۹ کال په پرتله د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۵سلنه ډېروالی ښيي .

image-194553-galleryV9-ocbh

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د