
هلمند: طالبانو د ملي اردو یوولس عسکر ژوندي نیولي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت چارواکي وايي چې طالبانو په یوه برید کې د ملي اردو یوه پوسته له منځه وړې او یوولس عسکر يې ژوندي له ځان سره وړي دي.
په هلمند کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې طالبانو په نوزاد کې د ملي اردو پوسته نیولې او عسکر يې وړي دي.
د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي چې برید تېره شپه د نوزاد ولسوالي په سرکاڼو سیمه کې شوی دی.
نوموړی وايي چې دوی ته د دریو عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی او د عسکرو له ژوندي نیولو يې بې خبري وښوده.
وړاندې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې طالبان لا هم په یاده سیمه کې واکمن دي او ویل کېږي چې نوي ځواکونه ور استول شوي دي.
د والي ویاند هم وايي چې دوی نوزاد ته تازه دمه عسکر لېږلي دی، خو دا يې ونه ویل چې جګړه لا هم شته او که پای ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر هم د امریکا له سفیر سره په خبرو کې دخپلو عسکرو د کمزورۍ خبره وکړه.
یاده دې وي په هلمند کې له روان لمریزکال له پیل راهیسې جګړه روانه ده،چې له ځینو ولسوالیو يې ګڼ شمېر اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ شوي دي.
طالبانو تر اوسه د نوزاد د دې جګړې او دعسکرو د نیول اړوند څه نه دي ویلي.
هیله ده ددی مهم او عایداتی خبر جزیات هم ټالیبان نشر کړی
لکه دا چه
په انعام کښی یی څومره دال څومره پاکستانۍ کالداری او څومره د ملت لعنتونه انعام واخستل
تر څو ملت هم خبر شی چه دا ملی اوردو ولی او د څه لپاره ووژل شول او څومره لعنت خلکو پر ټالیبانو زما په شمول ووایه
د یوی کره کتنی له مخی له تیری ورځي را هیسی نژدی ۱۹ میلونه هیوادوالو د ټالیبانو پر دی کار سخت لعنت ووایه او ټالیبان یی د امریکا انګلیستان او پاکستان غلامان او د مخدره موادو د تجارت ستر خره وبلل