کېدای شي، چې د سعودي د شاهي کورنۍ تر منځ د واک پر سره شخړې رامنځته شي

ليکوال: جيرالډ بټ – د منځني ختيځ د چارو کارپوه
ژباړن: احمدجرس
منځني ختيځ کې د شخړو او تاوتريخوالي په ترڅ کې دا اندېښنې هم راپورته شوي، چې د سعودي عربستان ټولواک په ګدۍ به څوک کيني او د دې لپاره د سعودي شاهي کورنۍ کې سر له اوسه رقابتونه روان دي.

دا اندېښنې له دې پخوا دومره ډېرې نه وې، کومې، چې نن سبا د نوي کلن امير عبدالله د مرض له امله راپيدا شوي دي. سعودي عربستان کې د مکې مکرمې او مدينې منورې اونورو سپېڅلو ځايونو له امله سعودي عربستان ځان د سني مسلمانانو مرجع بولي.

منځني ختيځ کې سعودي عربستان د سيمې تر ټولو زيات تېل پيدا کوونکی هېواد دی او تل په دې هڅه کې دی، چې سيمه کې د ايران د پرمختګ او لاسوهنې مخنيوی وکړي.
عام ولس اوس هم فکر کوي، چې د سعودي ټولواک له مرګه وروسته به وليعهد ته واک په سوله ييزه توګه انتقال شي. د مثال په ډول ټول خلک پوهيږي، چې د اوسني ټولواک عبدالله له مرګه وروسته به شهزاده سلمان ټولواک شي او شهزاده مقرن به وليعهد شي.

عبدالله، سلمان او مقرن درې واړه د شاه عبدالعزيز زامن دي، چې ۱۹۵۳ کې مړ شوی دی.

د عبدالعزيز له مرګ وروسته د سعودي شاهي کورنۍ لسګونو شهزادګانو څخه دغه پنځه کسان غوره شوي دي.

راتلونکې اندېښنې

شهزاده مقرن شاوخوا شپيته کلن دی او د ابن سعود تر ټولو کشر زوی دی او د ده ميرني وروڼه ترده مشران دي، چې احمد هم پکې شامل دی او نوموړی د وليعهد سلمان سکه ورور دی. دوی له يوې موره اووه وروڼه دي او د ابن سعود د مينه ناکې ښځې زامن بلل کيږي.

تر ډېره وخته د ابن سعود د مينه ناکې ښځې «سديري» د زامنو ترمنځ ډېر يووالی او اتفاق
و.
د شهزاده سلمان له پاچا کېدو وروسته به شهزاده مقرن وليعهد شي، چې معنا یې دا ده،چې نوموړی به د ابن سعود تر ټولو کشر زوی وي، چې د پاچاهي پر ګدۍ به کيني، مګر کېدای شي، چې داسې ونه شي او شهزاده احمد وايي،چې دی له مقرن څخه مشر دی او دی بايد د ټولواک پر ګدۍ کيني.

شاه عبدالله د خپل واک په دوره کې يو نوی ګام دا پورته کړ، چې وليعهد ته يې معاون وټاکه،چې نژدې راتلونکې کې د واک پر سر شخړې رامنځته نه شي.
تېرو لنډو وختونوکې شهزاده سلطان او شهزاده نايف دوه داسې وليعهدان وو، چې واک ته له رسېدو مخکې مړه شول.

شاه عبدالله عمر خوړلی، کمزوری دی اوناروغ هم دی او وليعهد سلمان هم نه يوازې دا چې۷۸ کلن دی، بلکې دی هم ډېر سخت ناروغ دی.

د سعودي شاهي کورنۍ د وفادارۍ شورا په وروستۍ ناسته کې امير عبدالله د شهزاده مقرن د وليعهد کولو په دوره کې وخت زيات کړ او د ابن سعود له زامنو او لمسيانو يې وغوښتل، چې دا پرېکړه څوک نه شي بدلولی، مګر د وفاداۍ په دغه غونډه کې د شاهي کورنۍ ګردو شهزادګانو د شهزاده مقرن د منصب په لوړوالي کې رايې ور نه کړې او داسې ښکاري، چې د شاهي کورنۍ داستونزې به هغه مهال نورې هم زياتې شي، چې د ابن سعود تر ټولو کشر زوی د وليعهد په څوکۍ کيني.

ولسي خلک په دې بحث کوي، چې د ابن سعود په لمسيانو کې لومړيتوب د چا په برخه شي.

په دې اړه هغه مقوله ډېره پر ځای ده:« چې څوک ډېرې خبرې کوي له هيڅ هم نه وي خبر او څوک چې ډېرې خبرې نه کوي، هغه له ډېر څه خبر وي.»

د دې لپاره که موږ تاسې د پاچاهي پر راتلونکو کانديدانو يو نظر واچوو، چې ډېری يې پر لوړو څوکيو دندې تر سره کوي.

دلته يوه بله خبره هم د پام وړ ده، چې د سعودي شهزادګان، چې پر لوړو څوکيو کار کوي، غواړي، چې خپل زامن پر لوړو څوکيو وګماري او هر يو کوښښ کوي زوی يې راتلونکې کې پاچا او وليعهد شي، چې مستقبل کې د خپلو اولادونو غم وخوري او لوړو څوکيوته يې ورسوي.

د اميرعبدالله څلور زامنو څخه، شهزاده مطايب ډېر نوموتی دی، چې د سعودي د ملي ګارډ مشر دی او تېر کال د نوموړي لپاره امير عبدالله يوه نوې څوکۍ هم رامنځته کړه او د وزيرانو شورا کې نوموړی يو ځانګړی ځای لري.

د سعودي شاهي کورنۍ کې دا ګونګوسې دي، چې شهزاده محمد بن نايف به د سعودي راتلونکی وليعهد وي. نوموړی نن سباد سعودي د کورنيو چارو وزير دی.

شهزاده محمد بن نايف نه يوازې دا چې د يو قوي وزير دی، بلکې له هېواده بهر امريکا او اروپا کې يې هم تل پر خپلو کوربنو مثبت اغېز پريښی دی.

سعودي عربستان د بهرنيو ستونزو تر څنګ ګڼو کورنيو ستونزو سره هم مخ دی. د مثال په ډول د ځوانانو بې کاري، په ټولنيزو ويبپاڼو کې پر شاهي کورنۍ نيوکې، عراق او شام څخه د جهادي څېرو راستنېدل او د سعودي ختيځ شيعه مېشتې سيمه کې د تاوتريخوالي راپيداکېدل د سعودي عربستان لپاره اندېښمنوونکي دي.

د شاهي کورنۍ شهزادګان دغو ستونزوته په کتو خپلو دښمنانو ته دا څرګندول نه غواړي، چې دې کورنۍ کې د واک پر سر شخړې او لانجې شته.
داسې ښکاري،چې راتلونکو ورځو کې به په دې اړه ډېر تاوده بحثونه وشي، چې د ابن سعود کوم لمسيان به راتلونکي وخت کې د پاچاهۍ په کتار کې ودريږي، مګر د پرېکړې پر مهال به موږ ګورو، چې دا پرېکړې به هم په سوله ييزه توګه کيږي؛ ځکه شاهي کورنۍ نه غواړي خپل کورني اختلافات بهر ته راوباسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د