
امریکا: طالبان موږ او د سیمې هېوادونو ته ستر ګواښ دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د مطبوعاتو مسوول وايي چې طالبان او د دوی په خبره «حقاني شبکه» د امریکا په شمول د سیمې هېوادونو ته هم ستر ګواښ دی.
د امریکا مطبوعاتي مسوول جیف راتکي پرون رسنیو ته وویل چې دوی پاکستان ته پر دې باور ورکولو هڅه کوي، چې اسلامي جنګي ډلې د سیمې هېوادونو په شمول پاکستان او امریکا ته هم له ګواښه خالي نه دي.
وړاندې تر دې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي وو، چې دوی له هغو طالبانو سره کار نه لري، چې د پاکستان له پاره ګواښ نه دي.
جیف راتکي ويلي: «موږ باوري يو چې په پاکستان کې ټولې ترهګرې ډلې د سيمې د هېوادونو او امريکا لپاره ستر ګواښ دي»
دا په داسې حال کې دی، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو زرګونو عسکرو نږدې څوارلس کاله جګړه وکړه، چې دوی پکې ځان بريالی بولي.
طالبانو پرلپسې پخپلو اعلامیو کې له افغانستانه د بهرنیوعسکرو د وتلو غوښتنه کړې ده او په ځانګړو پیغامونو کې يې پر دې ټینګار کړی، چې دوی د اسلامي نظام تر سیوری لاندې افغانستان به د سیمې او نړۍ هېوادونو ګټو ته زیانمن نه وي.
هو دا خو امریکا وایی چه زمونږ ستر ګواښ دی یعنی که څوک زمونږ خبره نه منی نو مونږ د هغوی د تهدید او بربادی لپاره ټـــــــــــــــــــــــالیبان لرو خو مونږ وایو مونږ لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوی الله لرو چه الله اکبر ډیر ستر دی او ستا ټالیبان به داسی ووهی چه ته به هم ورسره غرق شی سیاسی خبری عموما یو یعنی مبرا اړخه نشریژی چه بر عکس خپل حریفان پوهوی چه ستر ګواښ ځمونږ لخوا دی او تاسو نشی کولای مقابله ی یوکړی کنه مونږ به یی سم اکمال کړو او تاسو به پری خراب کړو تر څو ………………………………………………………………….. خو انشا الله… نور لوستل »
شاغلیه الله ج عادل ذات دی الله ج به هغه ظالمان ووهی اورسوابه یې کړي چې دڅو ډالروپه بدل کې دالله ج ددښمنانونوکری کوي پرالله څه پټ ندی پرون سرټمبه، شتمنه اومغروره امریکا تاسې غوندې روشن فکرانو په خدایی منلې وه نن مفلسه ماته خوړلې امریکا پرطالب توانوې داکوم انصاف دی.
سمسور جانه که خبره مو ماته لیکلی وی نو یوځل بیا زما تحربر ولوله او که مو اشاره دی ته وی چه ټالیب + امریکا + باکستان خبیث + ایران + انګلیستان + زمونږ بی غیرته ډمو کراسان یو له بله جدا بولی دا د ستره بی خبری ده ټالیب د امریکا یو جوړ شو ی داسی تهدید دی چه پر اسلامی لباس کښی د اسلامی عقیدی د خلکو اعتماد تر لاسه کړی ډموکراسان یی هغه کثیف خلک دی چه غواړی د ډموکراسی مفکوری خلک سره پری راټول کړی او بیا یو له بل سره یی لکه خره وجنګوی او… نور لوستل »