… مګر موږ خپلې ګټې نه پېژنو! – سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: روانه اوونۍ لا ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې و، چې د کوربه هېواد د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر، مولانا فضل رحمان په افغانستان کې د بهرنیو پر ضد روانه مبارزه مشروع وبلله. په ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف سلاکار، سرتاج عزیز هم د غني په شتون کې وویل چې «موږ طالبان په زوره له اشرف غني سره د سولې خبرو ته نه شو کېنولای».

پرون بیا همدې پوخ دیپلومات، سرتاج عزیز وویل: «حتمي نه ده چې د امریکا هر دښمن دې زموږ دښمن وي». عزیز دا هم وویل: «افغان طالبان که زموږ ګټې وګواښې بیا مو دښمنان دي، کنه دا یوازې د افغانستان مسأله ده».

او نن، د همدې هېواد پخوانی دیکتاتور، جنرال مشرف وویل: «د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ښايي په افغانستان کې د هند و پاکستان نیابتي جګړه پیل شي».

دا د پاکستاني چارواکو له خولې خبرې وې. دوی ته خپلې ګټې او خپل هېواد ارزښت لري او له خپلو ګټو سره سم، منظم، تدوین شوې او په اصطلاح اصول‌بندي شوی بهرنی سیاست ورته لري او همدا سیاست تعقیبوي.

افغان حکومت په سر کې یو تدوین شوی بهرنی سیاست نه لري او بیا چې کله هم څه غواړي، د هغو غوښتنو سره په ټکر کړنې کوي. ولسمشر د لوړې پر ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې «سولې ته چمتو شئ!»؛ خو د واک پر دویمه ورځ یې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ. ناټو سره یې سوفا لاسلیک کړ. ولسمشر یوه ورځ وروسته پر خپلې غوښتنې د بطلان کرښه راکاږله.

افغانستان جګړه ځپلی هېواد دی. سوله د ولس غوښتنه ده. حکومت د دې لپاره چې طالبانو سره د روغې جوړې لپاره هڅه وکړې، د جګړې د ماشین چټکولو لار خپلوي، مګر بیا د سولې لپاره اسلام اباد ته ځي!

له بده مرغه پاکستان تل له افغان حکومته هغه امتیازونه وړیا اخیستي، چې باید ورته یې هڅې کړې وې. پاکستان غواړی افغان حکومت ته ور وفهموي، چې که د دوی هڅې نه وي سوله نه شي راتلای! متاسفانه چې افغان حکومت هم همدا خبره مني، پاکستان د سولې راتلو یوازینۍ هیله بولي. که پاکستان رښتیا هم په افغانستان کې د سولې په تړاو محوري رول لوبولی شي، ولې له خپلو طالبانو سره سوله نه کوي؟ ولې خپله ستونزه نه حلوي؟

له پيله داسې برېښي چې اشرف غني د حامد کرزي تېرې غلطۍ بیا تکراروي. غني هم د دې پر ځای چې په کوردننه د جګړې عوامل له منځه یوسي، پردیو او بدنیته ګاونډیو ته د سوال او زارۍ لاس اوږدوي. هغه هم داسې ګاونډي، چې خپلې ملي ګټې يې ډېرې ښې درک کړي، په مقابل کې بیا زموږ نه یوازې دا چې ملي ګټي درک شوي وي، بلکې پر ضد یې عمل کوو.

هغوی خپلې ملي ګټې ډېرې ښې درک کړي، پالي يې، لار و ګودر ورته ګوري؛ مګر موږ د خپلو ملي ګټو، ملي غوښتنو او اړتیاوو پر ضد ګام پورته کړی او بیا همدغو ګاونډیو ته د خیر تمه کوو!

د نن ټکی اسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د