افغانستان

طالبانو په هلمند کې د ټولو تليفونونو د بندولو امر كړي

Comunnicationد طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي ویلي چې د طالبانو اسلامي امارت پرې کړه کړې چې د هلمند په ولایت کې د تلیفونونو ټول شرکتونه دې خپل انتنونه بند او تر دوهم امر پوري دې مخابراتي چاري په ټپه دوروي.

هغه زياته کړې: که چيري هر شرکت د دې امر څخه سرغړونه وکړي نو د هر ډول زيان مسئوليت به يې پخپله غاړه وي.

نومړي ویلي چې په هلمند کې د تليفونونو فعاليت طالبانو ته زيان رسوي ، د همدغه تليفونونو څخه کورنۍ او بهرنۍ قواوې ګټه اخلي او وخت په وخت په ناڅاپي توګه پر طالبانو بريدونه کوي لکه چې په دې وروستيو کې دا ډول بريدونه زيات شوي او طالبانو ته يې ځاني زيانونه هم رسولي دي.
دا مهال په افغانستان کې د اتصالاتو ، افغان بيسيم ، روشين او MTN مخابراتي شرکتونه فعاليت کوي چې د هيواد د نورو سيمو تر څنګ په هلمند کې هم فعاليت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x