هندوستان کې؛ معبد که سلماني؟!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د هندوستان په سویلې ولایت اندرا پردیش کې داسې یو معبد شته چې هره ورځ پر زرگونو نارینه وو سربیره زرگونه ښځې هم په خپله خوښه خپل ویښتان خرييي.

دغه معبد چې ترومالا نومیږي د هندوستان سویلې ولایت اندرا پردیش یوې غرنۍ شیشا نومې سیمې یوې کلي کې موقعیت لري چې دغه تاریخي معبد کې د سادو سری وینکاټیسورا په یاد هره ورځ ۲۰۰۰۰ نارینه او ښځې خپل ویښتان خرييي. دغه کار لپاره ۶۰۰ نایان ټاکل شوي.

دغه معبد کې هر کال ۵۰۰ ټنه ویښته ټولیږي چې په نړیوالو مارکیټونو کې په ډیر اوچت بیه خرڅیږي چې تیر کال هم ترومالا معبد دغه ویښته له خرڅولو څخه ۲۰۰ میلیونه روپۍ لاسته راوړې.

د هندوستانیانو په عقیدې سری ویکاټیسورا یو مذهبې کس و چې خپل واده لپاره له خلکو څخه ډیرې زیاتې روپې پور اخیستی و چې ونشو کولی دغه پیسې بیرته ورکړی نو د همدې لپاره د نومړی مریدانو خپل د ویښتانو نذرانه وړاندې کړه کوم چې تر ننه پورې ادامه لري.

په نړیوال مارکیټ کې له ۳۱ انچ څخه اوږده ویښتان یو کیلو له ۳۰۰ څخه تر ۴۵۰ امریکايي ډالر بیه لري په داسې حال کې چې د ۱۶-۲۰ انچه ویښتانو یو کیلو بیه ۳۰۰ امریکايي ډالره ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د