ایا د جنرال دوستم ګواښ به د نفوذي بریدونو مخه ونيولای شي؟

لیکوال: شاهد غزنیوال

تیره ورځ د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د بهرنیو ځواکونو اړوند په هارډ نومي امنیتي کمپنۍ خونړی برید ترسره شو.

تربریدوروسته د ولسمشرلومړی مرستیال ښاغلی جنرال دوستم او د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر(ظاهر) د برید ځای ته ورغلل او هلته یې راټول شویو خبریالانوته د برید په اړه معلومات ورکړل.

د کابل امنیتي چارواکي معمولا وروسته ترهغه د برید له جزئیاتو خبریږي چې د هغه غږ ټول ښار ولړزوي او کابل میشت خبریالان تر امنیتي چارواکو له مخه د برید ځای ته ځان ورسوي.

ښاغلي دوستم د ترسره شوي برید په اړه په خپلو څرګندونوکې وویل:

برید ګرتل د خپلو نفوذي ملګرو په مټ تر دغسي حساسو پوځي مرکزونو پوري ځان رسوي ، که له هغوی سره داخلې مرسته نه وي هغوي څرنګه کولای شي چې له مهمو امنیتي کمربندونو راتیرشي ؟

که د دولت له داخل نه له هغوی سره مرسته نه وي افغان ځواکونه کولای شي د دغه ډول بریدونه مخه ونیسې، تاسو شاهدان یاست چې زما ځواکونو ۱۳ کاله وړاندې په شمال کې ۴۵۰۰۰ وسله وال طالبان ژوندي ونیول …

دا نه مالومیږي چې له اوږدې چوپتیا وروسته جنرال دوستم دغه ډول څرګندونو ته څه شي هڅولی او د ده د غه ډول ګواښ به په کابل ښارکې د نفوذي بریدونو د مخنیوي په اړه څومره مؤثریت ولري؟

د کابل ښارپرمهمو او حساسو دولتي مراکزوباندې د طالب وسله والو نفوذي بریدونه خو له ډیره وخته راهیسې دوم لري چې ټول دولتي چارواکي یو پربل بي باوره او له سختي وارخظايي سره مخ کړي دي.

د دغو چارواکو له جملې څخه یو هم ښاغلی استاد سیاف دی چې د فقيد احمدشاه مسعود د ۱۳ تلین د مراسمو په غونډه کې یې هغه دولتي چارواکي چې د طالب وسله والو له نفوذي کسانوسره مرسته کوي له اسلامه وتللي وبلل.

ښاغلی استاد سیاف په خپلوڅرګندونوکې وویل چې ډیری دولتي چارواکي دغه نفوذي بریدګر له خاک جبار، محمد آغې او پل سرخ څخه د خپلو تورو ښیښو لرونکو موټرونو په وسیله کابل ښارته را انتقالوي ، په خپل کورکې یې ساتي او بیايي د هدف تر ځایه پوري رسوي .

همدا راز تیره اونۍ چې د کابل امنیه قومندانۍ په داخل کې برید ترسره شوا منیه قومندان ښاغلي جنرال ظاهروویل چې بریدکوونکی د نفوذي کسانو په وسیله د تلاشي له ځایونو څخه خوندي راتیرشوي او تر دریم پوړپوري رسول شوی وه.
دا ښکاره خبره ده چې تر ارګ ، دفاع وزارت ، ملي امنیت او نورو مهمو دولتي تأسیساتو پوري بریدکوونکي وسله وال د نفوذي کسانو په مټ رسول کیږي ، خو پوښتنه داده چې امنیتي ځواکونه چې هم په پرمختللیو استخباراتي وسائلو مجهز دي او هم یې د امنیتي متخصصینو مسلكي روزنه لیدلې، ولي د دغه ډول بریدونو په مخنیوي کې ناکامه دي ؟

د تیرو ۱۳ کلونو په ترڅ کې په لسګونو ځله هم بهرني پوځیان او هم د هغوي په لاس روزل شوي افغان امنیتي ځواکونه د نفوذي بریدونو لومړني قربانیان او مستهدفین وي دا نده معلومه چې ښاغلی جنرال دوستم دولتي چارواکوته د کوم ځواک په مټ د یادو بریدونو دمخنیوی ډاډ ورکولای شي؟

ایا د ښاغلی دوستم وروستی ګواښ به ریښتیاهم د کابل لوړپوړي دولتي چارواکي د نفوذي بریدونو له شره وژغورلاي شي اوکه به نورهم د د یادو بریدونو لمن د ارګ تر انګړه ور اوږده کړي؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ساپي
میلمه
ساپي

درنولوستونكونيكي هيلي اوسلامونه مي ومنئ. درشيدگلم جمع چي دبي كولمي ،بي پته اشرفې دمړيني ورسته ځاي ناستي اودگران اووياړلي هيوادمشري به يي په لاس كي وي يوه په زړه پوري قصه تاسوسره شريكوم:كله چي اسلامي امارت رشيد دوستم ترتركيي پوري وځغلاوه اوهلته چيرته په سوړه كي غلي شوونويوتركيي ژورنالست چي دحريت ورځپاڼي دنده يي په جرمني كي هم سرته رسوله اود دي په خواء كي يي زما دهمسايه دموټرپلورنځي په دفتركي هم دورځي دوه ساعته كاركاوه اوكله به چي وزگارول نوزماسره يي هم دافغانستان په برخه كي بنډاركاوه نويوه ورځ ناڅاپه اوپه ډيره بيړه زمادكاركوټي ته راغي اوپه خنداخندا كي… نور لوستل »