fbpx

په مزارشريف کې د روضې جنډه پورته شوه

Hazrat-i_Ali_shrine_in_Mazar-i_Sharif

د بلخ  په مرکز مزارشريف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه د روضې جنډه د سلګونو زرو کسانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پورته شوه.

دغه جنډه د نوي ١٣٩٠ کال د وري د لومړۍ ورځې په شاوخوا ١٠بجو له پوځي پرېټ سره په داسې حال کې، چې د هېواد ملي سرود غږول کېده او د توپ ډزې هم کېدې، ودرول شوه.

ياده شوې جنډه د نن په څېر د هر نوي کال په لومړۍ ورځ پورته کېږي.
په نننيو مراسمو کې د افغان ولسمشر دوهم مرستيال کريم خليلي، د ملي شورا يو شمېر غړيو، په مزارشريف کې د ګاونډيو هېوادونو د کونسلګريو استازيو، له تاجکستان او ازبکستان څخه رابلل شويو مېلمنو او د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه خلکو ګډون درلود.
د ولسمشر دوهم مرستيال، د جنډې له پورته کېدو مخکې په خپله وينا کې، نوى کال په هر اړخېزه توګه د افغان ولس لپاره مهم وباله.
دغه راز نن د کابل په کارتې سخي سيمه کې هم، د جنډې د پورته کېدو مراسم د ګڼ شمېر خلکو او حکومتي چارواکيو په ګډون تر سره شول.
د نوي کال پر لومړۍ ورځ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم، خلک زيارتونو ته ځي او دغه ورځ په بېلابېلو مراسمو سره لمانځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د