افغانستان

طالبان وايي زابل کې یې تر ۱۲۰ زیات عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د طالبانو له اړخه نن ټکی آسیا ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی یو تن ملګري نن د شینکۍ ولسوالۍ په مرکز کې دننه د مازدا موټر په واسطه چاودنه کړې، چې له کبله یې د یاد مرکز امنیه قومندانۍ زیانمنه شوې، او ورسره د اربکیانو مهم مرکز، د استخباراتو مرکز، او د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی.

رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې د هغه سرتیري طالب انځور هم مل دی چې دغه عملیات یې کړي، او ورسره د عملیاتو ابتدائي نقشه مل ده، چې د عملیاتو طرحه او هدف په کښي ښودل شوی، او ویل شوي چې ددې عملیاتو ویډیو هم دوی کړې، چې ډېر ژر به یی رسنیو سره شریک کړي.

باید وویل شي چې ددې برید په اړه د زابل ولایت امنیتي چارواکو نن ورځ رسنۍ ته ویلي وه چې دوی یو سرتیری بریدګر چې د مازدا موټر یې چلوی، د برید تر مخه کشف کړ، او خپل هدف ته تر رسیدو مخکې یې وژلی.

د زابل د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي د پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې یوه سرتیري بریدګر هڅه کول خپل موټر د شینکۍ ولسوالۍ امنیې قومندانۍ ته دننه کړې، خو د پولیسو لخوا تر وخت مخکي کشف سوی، او بیا ډز باندي شوی، چې له کبله یې موټر هم قومندانۍ ته نیژدې چاودېدلی، او ودانۍ ته یې سرسري زیان اړولی.

نوموړي ویلي چې په چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی، او بل هيڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

له ټالیبانو هیله کیژی چه دخبری جزیات هم له مونږ سره شریک کړی

دا چه څومره لعنیت خلکو در باندی ووایای ؟

څو کالدار در ته منظوری شوی؟

جناب ټالیب غوو ماندان څو رتبی ترقی وکړه

او داسی نور

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x