ورزش

استرالیا یو ځل بیا سویلې افریقا له ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): نن د استرالیا او سویلې افریقا لوبډلو د پنځه یو ورځنیو سیالیو دریمه لوبه وه. دغه لوبه کې استرالیا د سویلې افریقا لوبډلې ته په ۷۳ منډو ماتې ورکړه.

نننۍ لوبې پچه استرالیایي لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. استرالیا لوبډله لومړۍ توپ وهنې په مرسته یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۲۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۳۳۰ منډو هدف وټاکه.

استرالیا لپاره غوره توپ وهنه فینچ ۱۰۹، وارنر ۵۳ او واټسن ۴۰ منډو جوړولو سره وکړه. دغه لوبه کې سمیت ۷۳ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

سویلې افریقا لپاره مورکل ۲، فلیندر، بهاردین او ډی ویلیرز یوه یوه ویکټه واخیسته.

سویلې افریقا ۲۵۶ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او دغه لوبه يي د ۷۳ منډو په ستر توپیر وبایلله.

سویلې افریقا لپاره هاشم امله ۱۰۲، ډی ویلیرز ۵۲ او ډی کاک ۴۷ منډې جوړې کړې.

استرالیا لوبډلې لپاره د سټارک ۴ او حضل ووډ ۳ ویکټې د یادولو وړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x