په بادغیس کې بهرنیانو نامعلومه کسان د پولیسو په دنده ګمارلي

local_policeنن ټکی آسیا: د بادغیس د ولایتي شوری رئيس فيض الله “عظيمي” ويلي چې په دې وروستيو کې بهرنيانو د بادغيس د ولايت د قادس او بالامرغاب په ولسواليو کې يو شمير نامعلوم کسان د سيمه ايزو پوليسو په نوم استخدام کړي دي

“عظيمي” زياته کړه ( بهرنيانو پخپل سر د پوليسو په نوم د خلکو ټاکلو زمونږ تشويشونه او انديښنې زياتې کړي دي.

هغه وويل چې بهرنيانو تر اوسه پورې د محلي پوليسو په نوم څلويښت (40) تنو ته وسلې ورکړي او هغوى په پام کې لري چې د بالامرغاب او قادس په ولسواليو کې دوه قطعې چې شپږ سوه (600) تنه به پکې د سيمه ايزو پوليسو په نامه ځاى پر ځاى شي رامنځته کړي. “عظيمي” نوموړي کسان چې اوس يې يو شمير د بالامرغاب او د قادس په ولسواليو کې د سيمه ايزو پوليسو په نوم ټاکل شوي نامعلوم خلک وبلل او ويې ويل (د دغه خلکو هويت هم معلوم ندې چې هغوى څوک دي چې دې کار نور هم زمونږ تشويشونه زيات کړي دي).

د ولايتي شورى رئيس زياته کړه چې هغوى په دې اړه د بادغيس د امنيه قوماندان سره خبرې وکړې او هغه ورته وويل چې دغه خلک د بهرنيانو لخوا د سيمه ايزو پوليسو په نوم په کار ګمارل شوي څو د دغو ولسواليو امنيت وساتي او په دې اړه د امنيه قوماندانۍ سره هيڅ ډول مشوره نده شوې.
يو شمير خلک ويره لري چې د بهرنيانو لخوا بې لدېنه چې داسې خلک د کورنيو چارو د وزارت په چوکاټ کې استخدام شي د پوليسو په نوم د يو شمير خلکو ټاکل په سيمه کې د امنيتي وضعې په ښه والي کې نه ، بلکه خرابوالي کې مرسته کوي دا ځکه چې هغوى بيا بې د مسئوليت د احساس څخه ځانونه د هر څه واکمن بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د