د کابينې ځڼډېدل او یا اعلانېدل د (ع او غ ) په خوښه نه دي

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی
بسم الله الرحمن الرحیم
دا خبره چې زمونږ هیواد اشغال او مونږ بلواکه ، غلامه ، فاسده او بې کفایته اداره لرو له هیوادوالو او نړیوالو پټه نه ده  حتی اشغلګرو او د اشغلګرو اولنی غلام کرزی هم تصدیق کړی ده ، د اشغال لپاره یې د سپټمبر فاجعه رامنځته کړه؛ هغه هم د دوی د خپلو بشردوستانو د اسنادو او شواهدو له مخې د دوی خپله دسیسه او د مظلوم بشریت د غلامولو او د نړیوال حکومت د تاسیسولو بهانه وه ، دوی د داسی دروغو پروژه  په مخه کړی وه چې خپله یی هم ورباندې د رښتیاوو ګمان  کولو ، مګر رسوا او  تباه شول ، نړیوال باور او وقار یی بایلود ،  د سپټمبر فاجعی د ترسره کولو له رازونو ټوله نړی خبره ده  چه دا فاجعه د چا له خوا، څه ډول او د څه لپاره جوړه شوه که دا ډول لوی فاجعی څوک د ډالرو او یا د زور له مخی نه وایی یا یی نه شی ویلای ،    په زړونو او مغزونو کی خوندی پاتی وي ، یو وخت به یی د خروسچوف په شان  هډوکی محاکمه شی .
په هر صورت، له هماغه وخته چې د روسانو ماتی علنی او باوری شوه ، نړیوال  استعمار مخکی له مخکی د سپټمبر د یوولسمی فاجعی په رامنځته کولو او د غچ اخستنی په بهانه د نړیوال حکومت د تاسیسولو او زمونږ د اشغالولو د پاره پلانونه جوړکړی وو یعنی د تیرو دیرشو کلونو پلانونونه یی په راتلونکو۱۳ کلونه کی عملی کړل .  د سپټمبر په لسمه یی مسعود او په یوولسمه یی د سپټمبر د یوولسمی پيښی په مټ خپل دری زره بی ګناه خلک په دی خاطر ووژل چه د خپلو هیوادونو او نړیوالو ذهنیتونه یی زمونږ د هیواد په اشغالولو قانع کړی وی  زمونږ هیواد یی په ډیره بی رحمی اشغال  ، کلی او کورونه یی دخاورو لاندی کړل ، بادارنو او غلامانو له هیواده بهر راته غلامه اداره او شاه شجاع  وټاکلو او زمونږ په مظلوم اولس یی په  زور وتپلو ، د شاه شجاع مقام د پاره اول خلیل زاد په نظر کی وو مګر شاهین اول د سیرت او بیا د کرزی په اوږو کیناستلو
حامد کرزی د کارمل او شاه شجاع  په شان د غلامی کابینی سره  د اشغلګرو په الوتکو او ټانکونو کی هیواد ته راوړل شول . د کرزی د انتسابیدلو وړتیا او دلیل څه وو ؟  ځکه چه د هغه کورنی له اوله د استعمار استخباراتی کړیو سره په اړیکو کی وه ، د ظاهر شاه او مجددی له باوری کسانو څخه وو ، د جورج بوش د یونیکال تیلو کمپنی ته یی کار کولو او داسی نوری وړتیاوی یی که د سیرت او خلیل زاد د وړتیاوو سره مقایسه شی د هغوی تله به درنه شی . د کرزی د انتسابیدلو دلیل دا چه دی  قندهاری پښتون او د طالبانو زیاته مشرتابه هم  قندهاریان وو ، د پشتنو د ویشلو د پاره جمهور ریس باید پښتون او  نور حکومتی عمده  قدرت یی غیر پشتون قومونو ته ورکړو.
د اشغالګرو سره د کرزی په خوښونه کی بخت ښه یاری وکړه ، کرزی سربیره پردی چه پښتون وو ورسره څو مخی ، شیطانی مبتکر او مداری هم وو ، هم مجاهد ، هم کمونست ، هم سکلوریست او هم نشنلست  وو یعنی د نر اوښځی ، غیرتی او بیغرته توپیر یی  چندان سره نه کیدلو ، د هر دیګ په رنګ به بدلیدلو ( پښتانه یی لا سره وویشل ) ، د ځان ساتنی په خاطر یی حکومتی مهم مقامونه یی غیر پشتون قومونو ته ورکړل چه دلاسه یی وساتی ، د مقامونو ویشنه به یی د مصلحت یعنی دستور له مخی ترسره کوله او په دی یی ویاړنه  کوله چه دا او دا می د مصلحت ( دستور) له مخی وکړل یعنی بادارانو ته ډير مطیع ،  وفادار او مخلص  وو بادارانو هم ورباندی ډير باور درلود او د لایتناهی مادیاتو پیرزونه یی ورباندی کوله.د بادارانو دستور به یی داسی  ښودلو  او عملی کولو چه ګوندی هر څه دی خپله کوی کله به یی ( د بادارانو په اجازه ) د بادارانو بد هم یادول چه خارجیان دلته خپلی ګټی لری ، زموژ سره اخلاص نلری… د غلامی دا تړون به زه کله هم لاسلیک نه کړم په داسی حال کی چه دا هماغه د  غلامی تړون دی چه ده نیمه شپه کی ( بی له دی چه محتویات یی ولولی ) لاسلیک کړو ، یعنی دا د نړی اولنی غلامی تړون دی چه د شپی په ۱۲ بجو کی لاسلیک شو ، اوس وایی هماغه دوهم لاسلیک نه کوی ؟
څومره په وطن مین قهرمان مجاهد ، وایی ( خارجیان دلته خپلو ګټو پسی راغلی )، دا مجاهد قهرمان قانع هم دی مګر له حوصلی کار اخلی  زه به دا په کوچنی مثال کی توضیح کړم  [ چه څوک د چا کور ، مال ، اولاد ، ناموس او د هغه په ځان یرغل او اشغال یی کړی او د دی کورنی یو بی غیرته او بی وجدانه غړی ( چه د یرغلګرو په غیږ او نازونو کی لوی شوی ) د دی کورنی نوی مشرجوړ کړی او د هغه د مشری لاندی د هغه د کورنی بیعزتی ، وژنی او بی ناموسی ترسره کیږی ، د کور هغه مشر وایی چه خارجیان خپلو ګټو ته راغلی او د هغه ګټو لاسلیک هم ورته کوی ؟ که دا دنده په زور دی بی غیرته مشر ته ورکړی شوی وی  دی بی غیرته که ضمیر درلودلی ځانوژنه او یا لږ تر لږه دغه  دنده به یی پری ایښی وی ، چه د شپی عملیات د  مظلوم اولس په کورونو او د ورځی د همدغه  لوړپوړو چارواکو په کورونو د بی عزتیو د ورځی عملیات ترسره کیږی  د شپو او ورځو په عملیاتو کی توپیر دا وی چه د شپو عملیات د الوتکو او ټانکونو په  زور او ورځنی عملیات د ډالرو په باران تر سره کیږی د راتلونکی حکومت چارواکو نومونه به افغانی او رنګونه به یی د خارجیانو وی ، ډيرو چه پخوا یی بچی نه کیدل د بچو خاوندان شول ؟ همدا د خارجیانو ګټی او لاسته راوړنی دی؟
د کرزی دوره د اشغلګرو د استعماری طرحو لمړی مرحله ده  چه په نظامی کړنو او نهای وحشت یی تکیه درلودله  د شپی یی په مظلوم اولس اود ورځی یی د غلامو چارواکو په کورونو عملیات ترسره کول ( چه له غلامی اداری یی  د راتلونکی غلامی اداری د پاره سکولریست نسل وزیږولو ) ،  اسلامی مقاومت یی  محوه کولو او یا په وحشیانه ځپلو یی تسلیمولو ته مجبورول او د کرزی په واسطه  د دروغینی ورورولی او سولی شعارونه هم ورکول اویا یی هغی سوله بلله چه یو شمیر جعلی طالبانو وسلی په زمکه کیښودلی او د  غلامی سولی د بهیر سره به یوځای کیدل . د یو طالب د پاره  به یی سلګونه بی ګناه او بی دفاع  خلک په شهادت ورسول . د اچه د کرزی په شان بل مطیع ، مبتکر ، مداری ، څو مخی او چالاک غلام یی نه درلود کرزی د شاهین مرغه وزری ماتی کړی وی ۱۳ کلونه یی د اشغلګرو په غلامه  پاچاهی کی تیرکړل ، د هر کال په تیریدو یی څومخی اومداریتوب زیاتیدلو ، له دشمن سره به په ښکاره دوست او د دوست سره به پټه دشمن وو چه څه به یی ویل هغه به یی نه کول او چه څه به یی کول هغه به یی نه ویل.
ډیری هڅی ترسره شوی چه کرزی د پوټین په شان د اوږده وخت د پاره په غلامه اداره کی فعال او کلیدی رول ولری  مګر بخت ورسره یاری ونکړه اشغلګرو ددی خلا د ډکولو دپاره مخکی له مخکی پرونی کمونست او نننی سکولریست غنی په نظر کی نیولی ، روزلی ، نازولی او د افغانستان دوهم جمهور ریس ته یی دنړی د دوهم متفکر نوم ورکړی وو ( اول متفکر به خلیل زاد او یا کرزی وو ؟ ) . مفکر صاحب له بده مرغه په داسی حساسو او بدو شرایطو کی رامنځته شو  چه د اشغلګرو د اشغال دوهمه برخه پیل شوی یعنی اوله مرحله کی یی د پوره بریاوو او په دوهمه مرحله کی د پوره ماتو سوچونه او هیلی لری  کاڼی او بوټو ته اچونه کوی چه کومه وسیله یی له شرمیدلو ماتو وژغوری.
د افغانستان او سیمی حالات د دوی د پوره ماتو سره مخ دی یعنی هماغه د روسانو  د شرمیدلو ماتو او شرمیدلو وتلو او تيښتو وخت د ی ، لکه کرزی چه د ببرک مثال خپل کړی وو  غنی بابا بیا د داکتر نجیب ځای ناستی شو  ، نجیب خو له روسانو غیره دری کلونه حکومت وکړی شو وګورو چه نجیب به څو کلونه یا څو میاشتی حکومت وکړی شی . هماغه پالیسی روانه ده لکه روسانو چه د خلق او پرچم په سر شمالی او جنوبی ټلواله جوړه کړه  ، امریکایانو کټ مټ د روسانو په قدم قدم کیښود او تر هغو یی یو ه پښه هغه خواته کیښوده هماغه شمالی او جنوبی ټلواله یی ارګ کی ریسان کړل یعنی ارګ یی دوه مړونو ته په نکاح کړو . لکه څوک چه پسونه او لیوان په یوه طویله کی سره خوشی چه لیوان به د پسونو ساتنه کوی .
د کرزی دوره د اشغال لمړی دوره یعنی د بریاوو د هیلو دوره یی ګڼله له خپل پوره زور او وحشت یی کارواخست ، برخلاف د غنی دوره د اشغلګرو دوهمه یا  د ماتو او ناهیلیو دوره ده  حیران پاتی دی څه وکړی چه له دی ګردابه راووځی . دری لیاری ورته خلاصی دی ، لمړی ، که د ځان او نورو خیر غواړی ، چه اسلامی امارت ته بی له کوم قید او شرطه حکومت خوشی کړی  دوهم ، که طالبانو د ډالرو په زور تسلیم کړی شی او دریم تر ټولو بد ابشن دی چه زمونږ هیواد به هماغه خپل منځی جنګونو به بوځی کوم چه د روسانو له وتلو وروسته رامنځته شو هماغه شمالی او جنوبی ټلواله به رامنځته کړی ، دا چه ټاکنی دومره وځنډیدلی دو ی طالبانو سره د جوړ جاړی په هیلو وو ، چه هغه ځواب اوږد شو ( د ارګ به یوه پینسه کی یی د ع او غ دوه پښی ننویستلی ) اشغلګر دوهمی  ( زمونږ خپل منځی جنګونو ) مرحلی ته نزدی شوی.
دوی څو کاله مخکی ( د اوسنی حالاتو د پیش بینی له مخی ) د  مفکر په ریس کولو د دی مرحلی تیاری نیولی وه ، د کرزی انتخاب یی سم او د غنی انتخاب یی ناسم وخوت ، دا وخت داسی چاته اړه وه لکه دنجیب په شان جسمی او فکری ثبات ولری  په سړه سینه ، ابتکارانه او ماهرانه ډول د ناخوالو مقابله وکړی د دستور ورکولو په ځای خپله مصمم وی او تصامیمو په نیولو کی ورسره ع او ص شریک نه وی ، دا چه هم د اشغلګرو د وتلو وخت رانزدی شوی ، کمزوری،  فاسده ، بی کفایته اوغیر متجانسه اداره تر شا پریږدی له بل اړخه پیاوړی ملی او اسلامی مقاومت د کابل او د ارګ دروازی ډبوی د اشغالګرو سره د بندیانو تبادله کوی ، غلامه اداره او حتی اشغالګر د خپلو خبرو سیالان نه ګڼی
له بل اړخه د لویدیز ټلوالی د خپلی سوپر پاوری کیفیت ، وقار او باور له لاسه ورکړی د سیمی هیوادونه ورته د سوپر پاور په حیثیت نه ګوری هره خبره او هره لاس اړونه ورسره په ډالرو او ملغلرو کوی حتی هڅی لری چه امریکا په دی بایللی جنګ کی ننوتی پاتی شی ، چین ، روسی او اسیایی هیوادونو د شینګهای په نوم نوی مالی اونظامی پکت جوړ کړو ، د اوکراین او داعش دوه مهم جنګونه ورته نوی رادمخه شول چه هر یو یی د امریکا مالی او نظامی ملا ماتوی ، په داسی حال کی چه د افغانستان جنګ یی مخکی له مخکی ملا ماته کړی .خپله ملګری نړیواله ټلواله هم ورسره د اوسپنو هغه نینی نوری نه چیچی چه تاوان به یی د هغو او په میوه به یی امریکا مزی کوی ، حالات یی تر دی بی باوره شوی چه د یوه بل جاسوسی کوی ، مورال او ډالر یی رالویدلی، عسکر یی تل ځانوژنی کوی ، روسان د دوی په کچه کمزوری شوی نه وو مګر ټولی مستعمری یی له لاسه ورکړی
اشرف غنی بیچاره زوړ او  ناروغی لری یعنی  فکری او جسمی ثبات نه لری نو هغه ظرفیت او کفایت هم  نه لری چه دی وخت کی ورته اړه وه ، الهی نصرت هم ورسره نشته ځکه چه د الهی دشمنانو سره ملتیا اود هغو غلام دی  لوی ابتکار یی دا چه زمونږ سپیڅلی کور یی په عیساڼی چټل او ولړلو ، غنی په کمونستی او سکولریستی سربیره د عیسویت او ماسونیت غړیتوب هم لری هغه داسی شیطانی دین کی ننوتی چه هر دروغ ، درغلی ، فتنه او دسیسی جوړونه یی تقوی ده . له بلی خوا مقاومت تر پخوا څو ځلی غښتلی ،  د اولس باور یی تر لاسه کړی .هغه چه دوی پرون کمزوری ماشوم یعنی د خبرو سیال یی نه ګڼلو، نن د بچو ، لمسو او کروسو خاوند ،  دنړی رشتینی سوپر پاورتری جوړ شوی چه په تشو لاسونو  د ټولی نړی سره  په غیږه او د بریالیتوب په درشل کی ولاړدی (تعز من تشاء و تذل من تشاء)  ، دوی له مرګه نه بلکه مرګ له دوی ډاریږی ، جنګی او سیاسی تجربه او باور یی تر اشغلګرو څو ځلی زیات شوی چه هر وخت او هر ځای کی په بریالیتوب ځان دشمن ته رسولی او ډبولی شی.
اشغالګرو د خپلو ماتو د پټولو د پاره دوه کاله مخکی دا کال د خپلو وتلو ضرب لاجل وټاکلوپه دی دا معنی چه دوی هر څه  د تقسیم اوقات له مخی د بریاوو سره سم کړی، یعنی القاعده او طالبان یی مهارکړی ، دموکراتیک اساسی قانون حاکم لری ، د شفافو ټاکنو به واسطه د خلکو خوښه حکوت رامنځته شوی ( په رایوو د خلکو او په انتخاب د اوباما ) ، خلک په سوله او هوساینه کی ژوند لری د روس ، چین ، مرکزی اسیا  او د سیمی هیوادونو سره چه یی د کومو لاسته راوړنو هیله درلودله هغه یی تر لاسه کړی ، دا ټول خوب او خیال وو ، ګټی خو پریږده ،د ډیرو زیاتو مالی او جانی تاوانوو سره  مخ شوی (( څوک په رضا له ملکه نه ځی ـــ  یا ډير غریب او یا د یار له غمه ځینه )) ، دوی تر هغی هم شاته شوی چه راغلی وو  هغه ورته ګټوره وه چه نه وی راغلی ( هم زوریدلی او هم شرمیدلی )  سوپر پاور ته چه الله ج په قهر شی زمونږ هیواد ته یی راولی او د تل د پاره ختم شی ، مونږ سره جماهیر شوروی اتحاد جنګ کولو اوس یی که په ډکشنری کی نوم پیدا کړی .
الله ج د ټولو مخلوقاتو خالق او مالک دی څوک چه د الله ج د واک او مالکیت دعوی وکړی  او لا یی د اوامرو اطاعت ونکړی  په داسی چا یی ذلیله کوی چه د خبرو سیالان یی هم نه ګڼل حالات داسی سرچپه شول چه اوس یی مجاهدین دخپلو خبرو سیالان نه ګڼی  اشغلګرو ته دی ټولو ناخوالو په یوه محراق کی تفاطع وکړه او د هغه بیګناه او بی دفاع مسلمانانو د وژنو ، بی عزتیو او د بی ګناه او بی دفاع  بندیانو شکنجو او د مسلمانو پاکدامنو خویندو بی عفتیو ، په ماشومانو جنسی یرغلونو ټولی سزاوی ورته الله ج د دوی په اخرو بی ثباته شیبو کی واورولی له کومو چه روسانو پناه غوښتله دوی ورسره مخ دی ، له بلی خوا ورته د داعش او اوکراین نوی جنګونه (چه دوی یی په دی حساسو شیبوکی هیله نه درلودله ) رامخی ته شول ، د ناتو اونړیوالی ټلوالی اړیکی هم خپلمنځی او هم  دامریکاسره سستی  او تر دی کچی بی باوره شوی چه یو د بل جاسوسی کوی.
امریکایانو ته بی شمیره پاڼونه او بی شمیره پړانګان جوړ شوی ، زمونږ د هیواد کاڼی بوټی ورته مجاهد مجاهد جوړ شوی له خپل سیوری هم ډاریږی حیران دی چه څه وکړی ، نه په اسمان ستوری او نه په زمکه سیوری لری ، یو وخت چه د کمونستانو له ویری یی د اسمان ستورو ته پنا وړله اوس ورله د اسمان ستوری هم پناه ځکه نه ورکوی چه دوی د الله ج د خدایی مقام دعوی کړی  د مجاهدینو سره یی په خبرو کی د رښتینی جوړ جاړی او ژمنو په ځای یی د طالبانو په بیه اخستلو هڅی یی وکړی د اسلامی مقاومت یوه برخه یی بیله او خپله کړه  ( که یی نوم یادوو لیکنه می له نشر پاتی کیږی کیدی شی پاڼه د ستونزو سره مخ شی کوم چه دا زه هم نه غواړم ) . الله ج خیر الماکرین دی هغه کار طالبانو ته د تاوان په ځای ګټه او اشغلګرو ته یی د ګټی په ځای تاوان وکړو د مجاهدینو صفونه لا پیاوړی او تصفیه شول ، او اشغلګرو ته یی په دی زیان ورسولو چه هغه ډله له چا سره ګډه شوی هغوی د ذلت او ماتی سره مخ شوی ، د اشغلګرو داوسنی ماتو یو دلیل به دا هم وی .
په هر صورت ، دا چه د بی باوریو وآټنونه جوړ شوی وو اشغلګرو  د قطرحکومت ته د مینځګړیتوب هیله وکړه ، د قطر په وساطت یی د طالبانو سره د بندیانو په تبادله د بیا خبرو کولو زمینه برابره کړه ، مګرد اشغلګرو فطرت داسی جوړ شوی چه ( څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ) .  اشغلګرو د حقانی صاحب زوی د یو  بل هلک سره ( چه د مدرسی زده کونکی وو ) ونیول چه قطر ته د خپلو راخلاص شوو بندیانو د لیدنی د پاره تللی وو ، هغه کار د دوی د خبرو کولو مزی بیا سست کړل . کیدی شی چه د چا په منځګړتوب  بیا هڅی روانی وی چه اول هغوی خوشی کړی
اشغلګرو دهمدی امله چه طالبانو سره کومی جوړی ته ورسیږی ټاکنی یی دوهم پړاو ته واړولی یعنی که جوړی ته ورسیږی طالبان به  ورسره په حکومت کی شریک کړی ، چه مثبت ځواب یی تر لاسه نه کړو  د لا ځنډولو د پاره یی خبره  دریم ( د اشرف غنی او عبدالله یو د بل نه منلو ) پړاو ته واړوله دواړه خواوی یی څو اونی یا میاشتی یی به دی تیری کړی مګر له طالبانو څخه یی د دوی د خوښی ځواب تر لاسه نه کړو څلورم پړاو ته موضع واوښتله یعنی اشغلګر د نوم په توپیر دواړه د ارګ ریسان یا دواړو ته یی د ارګ مساوی صلاحیت ورکړو  چه د کابینی ټاکل به  یی پنځم  پړاو شی ، د هغه دوه شاګردانو ( چه دوی ورته طالبان وایی )  له نیولو یی هدف دا وو چه دوی به یی د جوړی خبرو کولو کی د وسلی په ډول وکاروی یعنی په خبرو کی به لاسبری ولری ، مګر دی کار د خبرو کولو دایمی بی باوری رامنځته کړه .
باور لرم چه نه به د ع او غ تر منځ  په کابینه جوړښت رامنځته او نه به له طالبانو ددوی د خوښی د جوړی هیله ( چه په اوسنی اداره کی دی منحل شی ) ولری ، که دا کار شوی وی یا وشی دا به د اشلګرو د پاره د ۱۳ کلونو د جنګ اصلی لاسته راوړنه او بریالیتوب وی ،  دا جوړه د اشغلګرو اولیت او کامیابی ده  ، دوهم ابشن د افغانانو او اسلامی امارت  د بریاوو او د ۱۳ کلونو جهاد لاسته راوړنه ده چه که امریکا اسلامی امارت ته خپل امانت واپس وسپاری او له هغه وروسته دا ټولی زړو تاویلو او ماویلو ورسره هر اړخیزی مرستی وکړی  او دغه خپل غلامان له ځانه سره  اروپا او امریکا ته سرمایو سره بوځو هلته ورته بزنسونه جوړ کړی د امریکا اقتصاد به هم ورسره شی . زه په اسلامی امارت باور لرم  چه حکومت کی به ټولو قومونو او سمتونو ته د اهلیت له مخی متناسبه وڼده ورکړی . طبیعی ده چه اسلامی امارت به اسلامی نظام پیاده کوی د کوم سره چه اشغلګر خوشاله نه دی او د ځان ناکامی یی ګڼی  نو دریم ابشن چه د  هر چا د پاره بد دی هغه به هماغه د خپل منځی جنګونه وی د ع او غ څخه به شروع ، تولو قومونو ته به یی لمن پراخه شی قرار قرار قومی تعصبات به د د جهادی روحی ځای ونیسی او څه وخت وروسته به په شمال او جنوب وویشل شی .  ومن الله التوفیق

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان ځلمی
میلمه
افغان ځلمی

دی لیکنه کی می هغه څه وموندل ، چه به مستعمره او غلام هیواد کی د غلامی اداری غلامی ټاکنو ولی څو پړاونه ووهل ، په دی خاطر چه د ټولو خلکو له منځه دوه نه یواځی یو ریس جمهور وټاکی د دوه ریس جمهورانو ټاکل د چارو د مخکی تللو د پاره نه د چارو د شاته بیولو ، ګډوډیو او بالاخره د سولی او هوساینی په ځای جنګونه او بدمرغی رامنځته کوی . زمونږ دا غلامه اداره چه ووټونه خلک وراچوی ( هغه هم پیه ) او ټاکنی خارجی باداران کوی ، ګټونکی او بایلونکی چه دواړه ګټونکی… نور لوستل »