افغانستان

بیړنی خبر: کابل کې د بهرنیانو په مرکز جګړه پیل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۸مه ۱۳۹۳ل): شېبه وړاندې د کا بل  هوايي ډګر ته نیږدې د جلال اباد او کابل پر لویه لاره د بهرنیانو په  یوې مهمې نظامي اډې  د دوو پرلپسې چاودنو وروسته جګړه روانه ده.

امنیتي چارواکي وايي چې دغه سیمه کې چې د ګرین ویلیج (زرغون کلی) په نامه ده، د بهرنیانو په یوه میلمستون باندي برید پيل شوې چې لا دوام لري.

طالبانو په خپل فیس بوک پاڼه لیکلی چې د شین کلي په نامه سیمه کې چې بهرنیان یې د ځان لپاره تر ټولو خوندي سیمه بولي، لومړی د موټر په واسطه برید پیل سو، او بیا له هغه وروسته په سپکو او درندو وسلو سره جګړه پیل شوه، چې لا دوام لري.

که څه هم تر اوسه امنیتي چارواکو د تلفاتو اړوند څه نه دي ویلي، خو طالبان وايي چې تر اوسه یې بهرنیانو ته ډیر درانده تلفات اړولې، او جګړه لا دوام لري.

باید وویل شي چې د سیمي څخه عیني شاهدانو نن ټکی آسیا ته ویلي چې د کابل جلال اباد په لویه لاره هلیکوپتر الوتکي په ټیټه سطحه باندي پروازونه کوی، او لا ډزي اوریدل کیږي.

نور جزئیات وروسته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x