fbpx

طالبانو پر ليبيا د امریکا او فرانس له خوا برید غندلی

French_aircraft_carrierنن ټکی آسیا: طالبانو په خپل یوه خپره شوې اعلامیه کې پر لیبیا باندي د امریکا او فرانس له خوا تازه بریدونه په کلکه غندلي او د لیبیا پر ملت یې غږ کړی تر څو خپل په هیواد کې د روان کړکيچ ابتکار په خپل لاس کي واخلي، او په اسلامي نړی یې غږ کړی چې په دې اړه بې تفاوته پاته نشي، او خپل مثبت رول ولوبوي.

اعلامیې ویلي چې غربي ښکیلاک ګر به هیڅ کله ونه غواړي چې ددې هیواد د مسلمان اولس سره مرسته وکړي، بلکي غواړي چې په طبیعي زیرمو یې خېټه واچوی..

د یادوني وړ ده چې لیبیا یو د هغو هیوادو څخه دی، چې په زیاته کچه تېل لري..

دغه اعلامیه چې د طالبانو په پاڼه الاماره کې خپره شوې، په لاندي ډول ده:


په لیبیا کې دبهرنۍ مداخلې او ملکي زیانونو په اړه داسلامي امارت اعلامیه
دمطبوعاتي راپورونو له مخې تېره شپه امریکایي اوفرانسوي ځواکونو دلیبیا هیواد په بیلابیلو سیمو باندې ترسلو ډير کروز میزایل ویشتلي اوپه ځیني سیمي یې بمبارد کړي دي ، دغه راز یې دنوروتوغندویي حملو او هوایي بریدونو ګواښ هم کړی دی ، دهغوراپورونو له  مخې چې  په دې یرغل کې له ځپل شویو سیمو څخه ورکول شوي دي ، په دې بریدونو کې دلیبیا ګڼ شمیر ملکي خلک په شهادت رسیدلي ، دغه راز ددې مسلمان اولس عامه شتمنیو ته سخت زیانونه اوښتي دي دافغانستان اسلامي امارت دلیبیایي   اولس  په کورنۍ لانجه کې دملل متحد تراشراف لاندې دلویدیځو هیوادونو غرضي او ناغوښتې لاسوهنه  او ماجرا جویي  په کلکه غندي ، او پایلې یې ددې اسلامي هیواد او مسلمان امت په زیان بولي .
اسلامي امارت داډیره دافسوس وړ بولي ، چې دلیبیا وضعه تردې حالته ورسیده چې بالاخره اسلام ضد استعماري قوتونوته  په کې دمداخلې ځای پیدا شو ، زمونږ په باور به لویدیځ ښکیلا کګرکله هم ونه  غواړي چې په دې هیواد کې دي داولس له هیلو سره سمه دحل لاره رامنځ ته شي  ،بلکې لویدیځوال پلان لري چې دااسلامي  هیواد په زیان اړونکي جګړه کې لومړی تضعیف کړي او بالاخره یې دمستقیم تیري له لارې په زیرمو خیټه واچوي .
اسلامي امارت ددې اعلامیې له لارې په لیبیایي اولس غږ کوي ، چې دحالاتو ابتکار خپله په لاس کې واخلي ، او پرینږدي چې نور یې په سرنوشت لوبې وکړي ، دوی باید دیومسلمان اولس په توګه په دې تاریخي شیبه کې خپل مکلفیت وپیژني ، اوخپله اسلامي او ملي  دنده ترسره کړي ، ترڅو دلیبیایي اولس کورني او بهرني غلیمان ونه توانیږي داهیواد دخپل جګړییزهوس قرباني کړي .
دغه رازدرست اسلامي امت اوداسلامي نړۍ حاکمانو  ته هم ورپه زړه کوو ، چې دلیبیامسلمان اولس ته  په ورپیښ جنجال کې بې تفاوته پاته نه شي ، دوی باید په دې مسئله کې یوازې هغه رول ادا کړي چې داسلام اودلیبیادمؤمن اولس ګټې یې ایجابوي  ، ترڅو دا اولس هم له اوسنی بحران او هم په اوږده مهال کې له بهرني ښکیلاک څخه نجات ومومي .
دفغانستان اسلامي امارت
1432-4-15هق
2011-03-20

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د