افغانستان

د وزیرانو او والیانو په شمول چارواکو ۱.۲ ملیونه جریبه ځمکه غصب کړې

نن ټکی اسیا (چارشنبه، لړم۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د فساد سره د مبارزې او څارني ګډه کمیټه وايي چې په تیرو لسو کلونو کې د والیانو، وزیرانو، زورواکانو، او چارواکو له خوا تر ۱.۲ ملیون جریبه زیاته ځمکه غصب شوي.
او زیاته کړې چې که څه هم په دغه غصب شویو ځمکو کې شخصي ملکیتونه هم شامل دي، خو اکثره یې دولتي ځمکي دي.

ددغه کميټې یوه غړي یما ترابي د فساد ضد مبارزې په کانفرانس کې چې نن په کابل کې جوړ شوی وو، وویل چې ددوي څیړني ښيي چې د ځمکو په غصب کې وزیران، والیان او لوړ رتبه دولتي مامورین شامل دي.
نوموړي وویل چې په افغانستان کې د فساد په ضد مظبوطه اراده نه سته، او نه هم د ځمکو د غصب د قضیو لپاره ځانګړی چوکاټ شته، او پر هغه سربیره د ځمکو د سروې په قوانینو کې ډیري داسي ستونزي شته، چې د غصب دغه پيښو ته نوره وده هم ورکوي.
نوموړي وايي چې په تیرو لسو کلونو کې یوازي د یوه سلني ځمکي سروې شوې.

باید وویل شې د تیر حکومت د بیساري فساد له وجي افغانستان دوه ځله د نړۍ د مفسد ترینو هیوادونو په کتار کې په لومړیو شمیرو راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x