د امام احمد او د هغه د شاګرد کیسه

لیکوال: حامد افغان

روایت کا چې امام احمد بن حنبل رحمه الله ته چا وویل: ستا یو شاګرد ټوله شپه عبادت کوي او ترسهاره په لمانځه کې پوره قرانکریم ختموې، او له هغه وروسته د سهار لمونځ کوې، امام نیت وکړ چې خپل شاګرد د قرانکریم په تدبر او د هغه په غوره تلاوت پوه کړې ، نو ورغی او ورته ویې ویل: چاراته وویل چې ته ټوله شپه عبادت کوې او پوره قرانکریم په لمانځه کې ختموې ؟ شاګرد یې ورته وویل : هوکې.

امام احمد ورته وویل: ځه ته نن شپه هم خپل عبادت وکړه لکه مخکي دي چې کاوه ، خو دا ځل به د شپې په لمانځه کې دقرانکریم تلاوت داسې کوې لکه فرضاً زه چې درته ناست یم ، او سهار بیا ماته حال راکړه چې څومره تلاوت دي کړی دی، شاګرد ولاړ او شپه یې په عبادت تیره کړه سبا چې راغی امام وپوښتی چې څومره تلاوت دي وکړ؟ شاګرد ورته وویل : په ټوله شپه کې مي لس سېپارې تلاوت وکړ.

امام ورته وویل : ځه نن شپه دي هم خپل عبادت وکړه خو تلاوت داسي کوه لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ستا تلاوت اوري اوته یې په مخکي تلاوت کوې، اوسبا ماته حال راکړه، سبا چې شاګرد راغی ورته ویې ویل : محترم امام! بیګا شپه مي ایله جزء عم ( وروستی سېپاره) ختمه کړه … امام ورته وویل : ځه نن شپه داسي تلاوت وکړه لکه ته چې د لوی څښتن جل جلاله په حضور کې ولاړ یې ، شاګرد په دهشت کې ولوید او ولاړ.

سبا چې راغی سترګي یې اوښلنې وې او د ستوماني نښې یې په مخ کې ځلیدلي ، امام احمد رحمه الله وپوښتی چې بچیه څه دي وکړل او بیګا شپه دي په لمانځه کې څومره تلاوت وکړ؟ شاګرد په ژړغوني اواز ورته وویل : استاده ! په خدای سوګند که ټوله شپه مې یوه فاتحه هم پوره تلاوت کړي وي.

پایله: قران د الله کلام ده باید په داسي تدبر، درنښت او احترام سره تلاوت شي لکه پخپله یې چې رب العلمین له تلاوت کوونکي نه اوري، په دې صورت کې به د تلاوت ذوق او مینه زیاتیږي او د قران مینه به د مومن په زړه کې غځونې کوي او دا غځونې به ایمان ته ځلا او رڼا ورکوي. یا الله زموږ زړونه د قرانکریم له مینې ډک کړې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
abdullah
میلمه

آمين په قلم دې برکت شه