
ملي امنیت: مهمو ښارونو کې ۶۸ سلنه سرتیري بریدونه زیات شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم۲۸مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان ملي امنیت ریاست د هېواد په مهمو او سترو ښارونو کې د سرتیرو بریدونو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي نن په یوې خبري ناستې کې وویل چې د هېواد په مهمو ښارونو او په ځانګړي توګه په کابل کې ۶۸ سلنه سرتیري بریدونه زیات شوي.
د ښاغلي اشرف غني او عبدالله عبدالله د ګډ حکومت په دویمه ورځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته طالبانو پر مهمو ښارونو خپلې حملې ګړندۍ کړي دي.
طالبانو په خپلې وروستۍ اوونیزې تبصرې کې د سولې راتګ لپاره له امریکا سره د شوي امنیتي تړون ملغي کېده غوښتي و.
صدیقي ادعا کوي چې طالبانو د جبههيي جنګ دایره هم د ۲۲ ولایتونو څخه ۶ ولایتونو ته ټيټه شوې.
ښاغلی صدیقي داسې مهال د جبهه يي جګړو د کمې خبره کوي چې طالبانو لا هم په خپله ولکه کې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلي. تر اوسه ګډ حکومت نه دی توانېدلی چې د طالبانو په لاس کې سیمې بېرته ونیسي.
صدیقي وویل چې د مخالفینو د ځپلو لپاره په یوې ملي امنیتي ستراتیژي کار کوي او ټاکل شوې چې دغه طرحه د ملي امنیت شورا د رهبرۍ لاندې تدوین شي.