طالبان: د بهرني قواوو یو هلیکوپتر الوتکه مو را غورځولې

Chinook_Kandaharنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن خبر ورکړی چې مجاهدینو یې پرون شپه د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې د بهرني ځواکونو یوه چورلکه را نسکوره کړې.

خبر زیاته وي چې د بهرني او افغاني ځواکونو یوه ګډه قوه په دوو چورلکو کې سیمي ته راغله چې د مجاهدینو د وسلوال برید سره مخامخ سوله، او د نیم ساعت جګړې وروسته یوه چورلکه وویشتل شوه، او د را غورځيدلو وروسته ټوټه ټوټه شوه.

خبر زیاته وي چې په دغه پېښه کې د ګډو قواوو 23 تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بلي خوا د بهرني ځواکونو ایساف د مطبوعاتي دفتر ویاند ویلي چې په دغه سیمه کې پرون د شپې ددوی یوه چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله په بېړنۍ ناسته مجبوره شوه، مګر دوی ته په پېښه کې هيڅ ډول ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.. او نه دا چورلکه د مخالفینو په ډزو ویشتل شوې.
د ایساف ویاند ویلي چې دوی پرون په دغه سیمه کې د مولوي حقاني د شبکې یو تن تمویلونکی نیولی.
د یادوني وړ ده چې بهرني ځواکونه د الوتکو د را نسکورېدو وروسته همېشه ټوله پړه پر تخنیکو ستونزو اچوي، او خپل په لیکو کې د مړو شمېر نه څرګنده وي، او په مقابل لوري کې طالبان د ورته پېښو سبب ځان بولي او د مرګ ژوبلي په اړه یې را پور ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د