افغانستان

کرزی: د مشرف څرګندونې «دردوونکې» دي

نن ټکی آسیا (چارشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هندوستان کې رسنیو ته ویلي چې افغانستان به هیڅ کله اجازه ورنه کړي چې په دغه هیواد کې د بهرنیانو له وتلو وروسته د پاکستان او هندوستان تر منځ نیابتي جګړه پيل شي.

نوموړي دغه څرګندوني د هندوستان په پلازمینه نیودهلي کېلهد رسنیو سره د پاکستان د پخواني نظامي ولسمشر، پرویز مشرف د هغو څرګندنو په غبرګون وکړې چې ویلي و، د دې امکان سته چې په افغانستان کې دي د هندوستان او پاکستان تر منځ نیابتي جګړه پیل شي.

نوموړي وویل: «ظاهره ده مونږ به کله هم د دې اجازه ورنه کړو چې په افغانستان کې هندوستان او پاکستان نیابتي جګړه وکړي».

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې ډاډه دی هندوستان به دغسې جګړه ونه کړي.

پخواني افغان ولسمشر وویل چې د پرویزمشرف دغه څرګندوني د افغانستان مختلف قومونه به د هندوستان او پاکستان په ملاتړ د یو او بل پر ضد نیابتي جګړه وکړي، ډیرې دردوونکې وې.

پرویز مشرف ویلي وه که هندوستان په افغانستان کې له ځینو قومونو او سمتونو څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي، نو پاکستان به هم د خپل حامي قوم «پښتنو» څخه کار واخلي.

کرزي د پرویزمشرف دغه څرګندونې د افغانستان د یو ستر قوم پښتنو په اړه دردوونکي بللې او د نوموړي دا څرګندوني یې توهین امیزه بللي.

نوموړي وویل چې پښتانه ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او داسي یو وینا چې پښتانه به د بل د لاس د آلې په توګه کاریږي، د پښتنو او افغانانو لپاره یو توهین دی، چې په هیڅ توګه د منلو نه دی.

باید وویل شي چې پاکستان ته د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني د تګ پر مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي هندوستان ته د تګ اعلان وکړ او له ازادي راډیو سره یې په مرکه کې وویل چې امریکا او پاکستان دواړو غوښتل د افغانستان بهرنۍ پالیسي او اړیکي په خپل کنټرول کې وساتي، او زیاته کړې وه چې ده پاکستان ته تر شل زیات سفرونه وکړل، خو ټول یې د پاکستان د دوه مخي پالیسۍ له کبله د ناکامۍ سره مخ سول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x