افغانستان

کابل: د بهرنیو ځواکونو پر مهم پوځي مرکز د طالبانو ډله‌ییز برید

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم۲۸مه ۱۳۹۳ل): د کابل ښار نهمې حوزې اړوندد بهرنیو ځواکونو یو مهم پوځي مرکز د طالبانو تر برید لاندې راغلی.

د کورنیو چارو وزارت معین جنرال ایوب سالنګي د پېښې تایید کړی او ویلي یې دي چې د کابل ښار په نهمه حوزه کې د قابلبای په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز برید روان دی.

سالنګي زیاته کړې چې یو تن بریدګر د موټر بم پر مټ د «ګرین ویلیج» یا زرغون کلي په دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته نور مرکز ته ننوتل چې په ځوابي ډزو کې ووژل شول.

ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي چې په ګرین ویلیج باندې برید روان دی. دوی په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په عین حال کې د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ویلي چې شاوخوا ۹ بجې د ګمرګ په سیمه د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د بهرنیو ځواکونو په «ګرین ویلیج» نومې مرکز لومړی چاودنه او ورپسې ډزې شوي.

نوموړي زیاته کړې چې لوموړی یو تن د موټر بم پر مټ چاودنه وکړه او وروسته ۳ نور بریدکوونکي مرکز ته ننوتل. حشمت وايي چې بهرنیو ځواکونو بریدګر وژلي دي.
ځای اوسيدونکي وايي چې تر ډيره په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کېدل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د بهرنیانو تر «ټولو په امن» سیمه «ګرین ویلیج» کې شاوخوا ۹ بجې سرتیري بریدونه پیل کړي. نوموړي زیاته کړي چې بریدونه روان دي او بهرنیو ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.

طالب ویاند له قوله برید د موټر بم پر مټ چې له درنو چاودیدونکو توکو څخه ډک و، پیل شو او وروسته ګڼ شمېر د دوی ملګري چې په سپکو او درنو وسلو سنبال و سیمې ته ورغلل.

د بهرنیانو یوې امنیتي کمپنۍسرچېنې رویټرز ته ویلي چې د ګرین ویلیج دننه له څلور تر شپږو چاودنې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د یو بهرني امنیتي کمپنۍ د سرچینې له قوله لیکلي چې سرتیري بریدګر نه دي توانیدلي چې ګرین ویلیج ته ننوځي خو لاسي بمونو يې دننه ځایونو کې وچاودیدل.

ګرین ویلیج په کابل کې د بهرنیانو لپاره تر ټولو مهم او د امن ځای ګڼل کيږي. په دغه سیمه کې پراخه ځواکونه مېشت دي، څو حصارونه ترې تاو او ګڼ شمېر امنیتي پوستې ترې مخکې پرتې دي.

د ګرین ویلج نومې مرکز تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ او او په ۲۰۱۲ کې هم تر برید لاندې راغلی و چې درنه مرګ ژوبله یې درلودله.

له پرون راهیسې په پلازمېنه کابل کې دا دوهم ستر برید دی چې د بهرنیو ځواکونو پر مرکزونو کیږي. پرون سهار مهال طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر یو امنیتي کمپنۍ موټر بم چاودنه وکړه او وروسته د دوی نور ملګري د مرکز دننه ورننوتل او سخته نښته یې وکړله.

د دغه برید وروسته د ولسمشر مرستیال جنرال دوستم او د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر د پېښې ځای ته ورغلل. جنرال دوستم د پېښې ځای د لیدو وروسته وویل چې طالبان په امنیتي
ځواکونو کې نفوذي کسان لري او دغه ډول بریدونه د نفوذي کسانو پرته ناممکن دي.

د یادونې وړ ده چې د پروني برید د پېښې ځای ته نېږدې خبریالان نه ورپريښودل کېدل چې انځورونه واخلي.

کابل کې د وروستي برید خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ملي امنیت ریاست وايي چې د طالبانو په سرتیرو او مهمو ښارونو باندې بریدونو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x