افغانستان

کرزی: امریکا په افغانستان کې د «ترهګرۍ ضد» جګړې سره نورې موخې هم لري

نن ټکی اسیا (چارشنبه، لړم۲۸مه، ۱۳۹۳ل): پخواني افغان ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا د خپلې واکمنۍ د پير په څېر پر بهرنیو ځواکونو او په تېره امریکایانو توندې نیوکې کړې دي. ښاغلي کرزي له واکمني وروسته په لومړي ځل په دې کچه سپینې خبرې کړي.

حامد کرزي افغانستان ته د لوېدیځ پر راتګ بدګوماني ښکاره کړه: «ما له لوېدیځه وغوښتل چې افغانستان ته راشي، ګومان مې کاوه چې افغانستان سره به مرسته وکړي او ازادي به ورکړي. مګر له دوی سره د کار په اوږدو کې پوه شوو چې زموږ د ملکي خلکو تلفاتو ته یې هېڅ پام نه کاوه. زموږ خلک انسانان نه ګڼل کېدل. سربېره پر دې مو پر دې مسئله هم سر خلاص شو چې امریکا د «ترهګرۍ ضد» جګړې سربېره دلته نورې موخې هم لري».

له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې کرزی د امریکا له خوا «ترهګرۍ ضد» جګړې موخې تر سوال لاندې راوړي.

ښاغلي کرزي د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د امریکایانو پر پڅ رول نیوکه وکړه: «د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیک وروسته خبره لاسپينه شوه. د امنیتي تړون په متن کې راغلي چې د بهرني یرغل پر ضد به امریکایان له افغانانو سره مرسته کوي. مګر له ستراتیژیک تړون لس ورځې وروسته مو ولیدل چې له پاکستان سره پر پولې زموږ وسله واله نښته وشوه، پاکستان راکټونه واووېشتل، زموږ ملکیانو تلفات ولیدل. متحده ایالتونو نه یوازې دا چې د دغسې یرغل مخنیوی وکړي، بلکې لا یې دا حملې ردولې.»

حامد کرزي د فساد ټوله پړه د امریکایانو د مرستو په طریقه واچوله: «په افغانستان کې د پراخ فساد ریښه د نړیوالو او امریکایانو مرستو د طریقې له امله منځ ته راغی. دغه فساد همداسې تنظیم شوی و چې افغان حکومت کمزوری کړي.»

ښاغلي کرزي د امنیتي کمپنیو په باب وویل: «کله مې چې د شخصي امنیتي کمپنیو پر ضد مبارزه شروع کړه، امریکایانو زما خپلوان او دوستان هڅول چې دغسې کمپنۍ رامنځ ته کړي.»

ښاغلی کرزی چې په تېرو دیارلسو کلنو کې په افغانستان کې د امریکایانو نژدې ملګری و، په دې وروستیو کې يې له افغانستان سره د امریکایانو له جنایتونو څخه پرده پورته کړې ده.
[fbvideo link=https://www.facebook.com/video.php?v=977927322234945 width=620]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x