fbpx

د بهرني ځواکونو درې عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي

U.S._Marinekilled_in_Afghanistan

نن ټکی اسیا: د بهرني ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن اعلان کړی چې د افغانستان په جنوب کې ددوی دوه عسکر هغه وخت ووژل شول، کله چې یوه ساتونکي پر دوی ډزي وکړي.

اعلامیې دا نه دي ویلي چې دا ساتونکي څوک وو، او ایا هغه هم په دې ډزو کې وژل شوی که نه.

په یوه بل خبر کې چې هم بهرني ځواکونو ورکړی وايي چې ددوی یو عسکر د افغانستان په ختیځ کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو. خبر یو وار بیا دا نه دي ویلي چې دا عسکر د کوم هیواد دی، او په دقیقه توګه چیري په نښه شوی.
په یوه بل خبر کې د خوست ولایت امنیه قوماندان عبد الحکیم اسحاقزی نن رسنیو ته ویلي چې د خوست ولایت د دومنده په ولسوالۍ کې د لاسي بم په یوه برید کې د بهرني ځواکونو دوه تنه عسکر او د ملي اردو دوه تنه عسکر ټپیان شوي.
د نن دغي مرګ ژوبلي د بهرني ځواکونو د مړو شمېر په روانه میلادي میاشت کې 20 تنو ته پورته کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د