نن په انځورونو کي

کابل: د بهرنیو ځواکونو پر مهمې پوځي مرکز «ګرین ویلج» ډله ییز برید – انځورونه

ننټکیاسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه ۱۳۹۳ل): بېګا ناوخته د شپې شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار نهمې حوزې اړوند د بهرنیو ځواکونو یوه مهمه پوځي اډه د طالبانو د برید لاندې راغلله.

د سیمې څخه د نن ټکی اسیا خبریال وايي چې د چاودنې غږ تر لرې لرې واوریدل شو. نوموړی زیاتوي چې لومړی چاودنه وشوه او ورپسې نښته پیل شوه چې تر ډيره یې دوام درلود.

طالبانو ددغه ډلهییز برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې په برید کې ګڼ شمېر بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ناټو ځواکونو هم منلې چې په «ګرین ویلیج» برید شوی خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

رویټرز خبري اژانس د یو بهرني امنیتي کمپنۍ د سرچینې له قوله لیکلي چې سرتیري بریدګر نه دي توانیدلي چې ګرین ویلیج ته ننوځي خو لاسي بمونو يې دننه ځایونو کې وچاودیدل.

ګرین ویلیج په کابل کې د بهرنیانو لپاره تر ټولو مهم او د امن ځای ګڼل کيږي. په دغه سیمه کې پراخه ځواکونه مېشت دي، څو حصارونه ترې تاو او ګڼ شمېر امنیتي پوستې ترې مخکې پرتې دي.

د ګرین ویلج نومې مرکز تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ او او په ۲۰۱۲ کې هم تر برید لاندې راغلی و چې درنه مرګ ژوبله یې درلودله.

له پرون راهیسې په پلازمېنه کابل کې دا دوهم ستر برید دی چې د بهرنیو ځواکونو پر مرکزونو کیږي. پرون سهار مهال طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر یو امنیتي کمپنۍ موټر بم چاودنه وکړه او وروسته د دوی نور ملګري د مرکز دننه ورننوتل او تر ډيره یې سخته نښته وکړله.

د ننۍ چاودنې او ډلهییز یو شمېر انځورونه چې نن ټکی اسیا ته په لاس ورغلي:

green_village_fight (13)

green_village_fight (9)

green_village_fight (16)

Afghan security forces inspect the site of a Taliban attack in Kabul

green_village_fight (2)

green_village_fight (4)

green_village_fight (5)

green_village_fight (3)

green_village_fight (8)

green_village_fight (10)

green_village_fight (14)

green_village_fight (12)

green_village_fight (11)

green_village_fight (19)

green_village_fight (18)

green_village_fight (17)

green_village_fight (15)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x