شبرغان: د څړک جوړوني دوه پاکستان او درې افغاني انجینران تښتول سوي دي

afghanistan_road_cunstructionنن ټکی اسیا: تېره شپه نا معلومو وسلوالو دسرپل- شبرغان پر لويه لاره، دملګرو ملتونو دپراختيايي پروګرام (UNDP) دسړک جوړولو پنځه انجينران وتښتول .

دجوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال محمد ابراهيم ويلي، چې تېره شپه نامعلومو وسلوالو د UNDPپنځه انجينران هغه مهال وتښتول ، چې د شبرغان ښار پر لور روان و .

د نومړي په وينا، ياد کسان حد بخشي ته نږدې له زکه سيمې (دسرپل او شبرغان ترمنځ سيمه) څخه تښتول شوي دي.
د ملګرو ملتونو دپراختيايي پروګرام (UNDP) يوه کارکوونکي ويلي، چې دغه انجينران له تېرو دوو مياشتو راهيسې د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې دسړک جوړونې په پروژه کې بوخت و .
هغه زياته کړه: (( په تښتول شويو کسانو کې دوه پاکستاني وګړي او پاتې نور افغانان دي.))
نوموړي وويل،چې د سړک جوړولو انجينران به د ورځې په پاى کې شبرغان ښار ته راتلل.
ددې انجينرانو دتښتولو مسووليت  تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستى.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د