افغانستان

ذبیح الله مجاهد د ملي امنیت د ویاند ادعاوې په کلکه رد کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم۲۸مه ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي امنیت ادارې د ویاند هغه څرګندونې ، چې نن یې د دوی په صفونو کې د اختلافاتو د را ټوکېدا او  په مخامخ بریدونو کې د دوی د وړتیا د کمېدا په اړه په یوې خبري ناستې کې وکړې، په کلکه رد کړې.

د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې  طالبان په مخامخ بریدونو ، کمینونو او اوږدمهالو جګړو کې کمزوري شوي او اوس یې نوي د ډله یېزو بریدونو او په ښارونو کې پر دولتي اهدافو چاودنو ته مخه کړې او اعتراف یې وکړ، چې په ښارونو کې د دوی په دې ډول بریدونو ۶۸ سلنه زیاتوالی راغلی.

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې ګواکې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد وفات شوی او په ځينو نورو مشرانو کې يې یا اختلافات را منځته شوي او یا په جګړو کې له منځه تللي ، چې طالب ویاند يې په ځواب لیکلي : « د ملي امنيت ویاند چې اداره ګۍ يې د مجاهدینو د بریدو د مخنیوې په کارکې مطلقه ناکامه شوې او پرلپسې خجالت ګالي، ادعا وکړه چې خدای مکړه عالیقدر امیرالمؤمنین وفات شوی، د مجاهدینو ترمنځ اختلاف ټوکيدلی، د مجاهدینو مشران نیول شوي او دوی د ډيرو بریدونو مخه نیولې…..!!!؟؟ موږ د دښمن دغه تش پروپاګند په کلکه ردوو او د هغو د ناکامۍ او ضعف تر ټولو ښکاره نښه يې بولو. »

ښاغلی مجاهد همداشان په ښارونو کې پر دولتي او بهرنیو اهدافو پرله پسې او زورورو بریدونو ته په اشارې وايي، دا چې په اطراف او لیرې پرتو سېمو کې هم ورځ په ورځ پر مخ روان دي، پوستې، امنیتي تاسیسات او اشخاص له منځه وړل کېږي یا نېول کېږي، نو ملي امنیت د تېر په څېر د خلکو او عامه اذهانو د غولولو او تېر ایستلو په موخه دا ډول خیالي څرګندونې کوي.

نوموړي د خپلې خبرپاڼې په یوې برخه کې کاږي : « روان جریان او د عملیاتو ځپونکي لړۍ پخپله روښانه کوي چې الحمدلله د عاليقدر امیرالمؤمنين په ګډون د مجاهدینو مشران ژوندي او فعال دي، دهغو ترمنځ هيڅ اختلاف او ستونزه نشته، ځکه که خدای مکړه داسې څه واقعيت درلودای نو به په دښمن داسې منظم او پرلپسې ګوزارونوته وخت او توجه نه پاتې کيده.

په تير کې د ډيرو قوي نړیوالو دښمنانو او استکباري قوتونو له ټولو هڅو سره سره د اسلامي امارت په صفوفو کې هيڅ نوع درز نده پيدا شوی، نو د کابل بې واکه او کاواکه استخبارات به څرنګه وتوانيږي چې د پروپاګند په وسیله حقايق بدل او د مجاهدینو دوحدت او اتفاق ښيرازه وتروړي؟

موږ هيوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د اسلامي امارت مشران او مسئولین ټول ژوندي دي، د دښمن په وړاندې مبارزه او جهاد پرمخ وړي، د بریدونو رهبري او لارښونه کوي، همداراز ټول مجاهدین د خوږو ورڼو په شان د شرعي اهدافو د ترلاسه کولو په کار کې یو دبل سره مرسته کوي او د هيڅ نوعې اختلاف شبه هم وجود نلري. »

نوموړي له ولس او خپلو کسانو هېله کړې، چې د مقابل لورې په دې ډول څرګندونو او «پروپاګند» دې نه غولېږي او خپلې موخې او «جهادي دندې» د پخوا په څېر جدي تعقیب کاندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x