fbpx

كابل: په اورلګېدنه کې يوتن مړ او لسګونه هټۍ وسوځېدې

fire_02نن ټکی آسیا: دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ په بازارکې داور لګېدنې له امله يوتن مړ او ٢٧هټۍ او غرفې د اورخوراک شوې.

دغه اور لګېدنه تېرماښام د تېلو اوګازو په يوه دوکان کې را منځته شوه او دشپې تر ٨:٣٠بجو پورې يې دوام وموند.

د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنيف صديقي ويلي چې د اور لګېدنې لامل ديوه هټيوال، بې احتياطي وبلله.

هغه وويل،چې اور لګېدنې کابو درې ساعته دوام وموند، چې په پايله کې يې ١٣هټۍ او ١٤غرفې په بشپړه توګه وسوځېدې.

نوموړي وويل، چې په دې اور لګېدنه کې تېل پلورونکيو، دخوراکي توکيو اوميوو پلورنکيو هټيوالو ته څه باندې ٧ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

دهغه دمعلوماتو پربنسټ، د تېلو هټيو ترڅنګ يو سلماني په کار بوخت و، هغه چې له پخوا څخه د زړه په ناروغۍ اخته و، د لوګي او اور له امله مړ شو.
نوموړي د  اور لګېدنې د دوام لامل، د اطفايې ناوخته رسېدل په ګوته کړل.
دقره باغ ولسوال دڅرګندونو له مخې ، له کابل او پروان څخه يې د اطفايو غوښتنه وکړه، چې دوه ساعته  وروسته دوه اطفايې له کابل او دوه نورې له پروان څخه يادې سيمې ته را ورسېدې.
تېل او ګاز پلورنکى ذکرالله، چې اورلګېدنه لومړى دده په هټۍ کې رامنځته شوه ، وويل، چې اور لګېدنه دده د شاګرد دبې پروايۍ ، له امله رامنځته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د خوارکي توکيو اوميوو دهټيو ترڅنګ دتېلو اوګازو ٧ دوکانونه ، چې په دې کتار کې و، هم سوځېدلي دي.
هغه وويل: (( که په ولسوالۍ کې داطفايې موټرو شتون درلوداى، نو هټېوالو ته به دومره زيانونه ، نه و اوښتي.))
ذکرالله وايي، چې يواځې  ده ته ٦٠٠زره افغانۍ زيان اوښتى دى.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د