افغانستان

د بهرنیو ځواکونو پر مهم مرکز ډله ییز برید وروستي جزییات

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، لړم ۲۹مه ۱۳۹۳ل): بېګا شپه څو تنو سرتیرو بریدګرو د بهرنیو ځواکونو تر ټولو مهمې او نسبتا ارامې سیمې (ګرین ویلیج) ډله ییز برید وکړ. (انڅورونه دلته کتلای شﺉ)

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ویلي چې برید د شپې شاوخوا ۹ بجې د یوې چاودنې وروسته پیل شو.

نوموړي زیاته کړې چې لومړی یو تن بریدګر د بهرنیانو پوځي مرکز په دروازه کې چاودنه وکړله او وروسته ۳ نور کسان مرکز ته دننه ننوتل.

که څه هم ستانکزی ادعا کوي چې  امنیتي ځواکونه سیمې ته ژر ورسېدل او د بریدګرو سره یې نښته وکړله خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ردوي او وايي چې «ترڅو چې د اشرف غني د کاواکه ادارې د امنيت!!! ساتونکي کسان را خبريدل ښه ډيری بهرني اشغالګر وژل شوي او ټپيان شوي وو، وروسته د داخلي غلیمانو سره هم درنه جګړه رامنځته شوه.»

د امنیه قومندانۍ د ویاند له قوله په برید کې ۲ بهرنیان او یو افغان ساتونکی ټپیان شوي.

ناټو ځواکونو هم منلې چې په ګرین ویلیج برید شوې خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې برید ماسخوتن شاوخوا ۹ بجې د قابل بای سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په تر ټولو امن څای «ګرین ویلیج» د دوی څو تنو سرتیرو بریدګرو ډله ییز برید وکړ.

مجاهد زیاتوي چې  لومړی  د دوی یو ملګري  «د لوی موټر په وسیله چې درانه منفجره مواد په کې ځای په ځای شوي و، د ګرین ويلیج امنيتي کمربندته دړې وړې کړ.»

د مجاهد له قوله وروسته «په سپکو او درنو وسلو سمبال قهرمان فدایان د موانعو په توګولو سره وتوانیدل چې د ګرین ويلیج ميلمستون، د بهرنيو استراحت ګاه او تر ټولو امن محوطې ته داخل او په اشغالګرو دښمنانو بریدونه ترسره کړي.»

مجاهد وايي چې «دښمن یې» د وارخطایۍ له کبله تلفات پټوي. نوموړی همدا راز وايي چې په برید کې بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

طالب ویاند د بریدونو د تیزوالي او زیاتیدو لامل د بهرنیو ځواکونو سره امنیتي تړون لاسلیکول ښيي.

«د هيواد پلورنې له تړون څخه وروسته د مجاهدینو زورور بریدونه په ډاګه کوي چې نور د غلامانو او بهرنيو اشغالګرو په ضد دملت سرتاسری قهر د فوران په حال کې ده، د اشرف غني د ادارې له دننه څخه هم با احساسه اشخاص چې د خپل هيواد له خرڅلاو سره مخالف دي او نه غواړي بهرنیان يي په سرنوشت لوبي وکړي، د مجاهدينو سره همکار شوي او په پراخه پيمانه يي د دښمن ځپلو په کار کې خپله ونډه اداکړي ده.»

نوموړي همدا راز ګواښ کړی چې په اینده کې به په بریدونو کې نور تیزوالی هم راولی.

مجاهد ددغو بریالیو بریدونو تر شا د «الله نصرت» او د «ملت همکاري» ښيي.

نوموړی همدا راز وايي چې دغه بریدونه یې له دې امله هم زیات کړي «ترڅو غلامان پوه شی چې له اشغالګرو سره تړون او دهيواد پلورل  د دوی درد نشي دوا کولای او نه هم د اشغالګرو سره یارانه د ملت د قهر ګراف را ټيټولی شي، بلکی معکوسې نتيجې به لري او د غلامانو په يو مخيز مرګ به تمامیږي.»

د بهرنیانو یوې امنیتي کمپنۍسرچېنې رویټرز ته ویلي چې د ګرین ویلیج دننه له څلور تر شپږو چاودنې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د یو بهرني امنیتي کمپنۍ د سرچینې له قوله لیکلي چې سرتیري بریدګر نه دي توانیدلي چې ګرین ویلیج ته ننوځي خو لاسي بمونو يې دننه ځایونو کې وچاودیدل.

ګرین ویلیج په کابل کې د بهرنیانو لپاره تر ټولو مهم او د امن ځای ګڼل کيږي. په دغه سیمه کې پراخه ځواکونه مېشت دي، څو حصارونه ترې تاو او ګڼ شمېر امنیتي پوستې ترې مخکې پرتې دي.

د ګرین ویلج نومې مرکز تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ او او په ۲۰۱۲ کې هم تر برید لاندې راغلی و چې درنه مرګ ژوبله یې درلودله.

له پرون راهیسې په پلازمېنه کابل کې دا دوهم ستر برید دی چې د بهرنیو ځواکونو پر مرکزونو کیږي. پرون سهار مهال طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر یو امنیتي کمپنۍ موټر بم چاودنه وکړه او وروسته د دوی نور ملګري د مرکز دننه ورننوتل او سخته نښته یې وکړله.

د دغه برید وروسته د ولسمشر مرستیال جنرال دوستم او د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر د پېښې ځای ته ورغلل. جنرال دوستم د پېښې ځای د لیدو وروسته وویل چې طالبان په امنیتي ځواکونو کې نفوذي کسان لري او دغه ډول بریدونه د نفوذي کسانو پرته ناممکن دي.

د یادونې وړ ده چې د پروني برید د پېښې ځای ته نېږدې خبریالان نه ورپريښودل کېدل چې انځورونه واخلي.

کابل کې د وروستي برید خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ملي امنیت ریاست وايي چې د طالبانو په سرتیرو او مهمو ښارونو باندې بریدونو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hhhhh

خولي به مو ماتي شي که مو له ډاره دغه دامت سبيڅلي زلميان بيا په بریدګرو تعبیرکړ ل ، اوکه دومره ويره لرۍ نوبیا باڼه څه کوۍ ،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x