په کابل کې د ايساف د معلوماتو رسولو بالون باد يوړ
نن ټکی اسیا: نن پرله پسې تېز باد د کابل ښار په لاهورۍ دروازه کې د بهرنیو ځواکونو د معلومات رسولو هوايي بالون يووړ.
د سیمې څخه عیني شاهدان وايی چې دغه بالون نن سهار شاو او خوا لس بجې تیز باد په هوا کړ او درک یې ورک سو.
د ایساف مطبوعاتي ادارې ویلي چې دوئ دغه بالون بیرته تر لاسه کړی، او د بیرته فعالیدو کاریې روان کړی دی..
د یادونې وړ ده چې د هیواد په ډېرو برخو کې د بهرنیانو له خوا ورته بالونونه نصب شوي، چې له امله یې په اطرافو کې اکثره وخت پښتنې پت منې کورنۍ په هماغوسیمو کې دخپلو کورونو پریښودلو ته اړیستل کیږي ، ځکه هغوئ ګمان کوي چې په دغه بالونو کې داسې تصویري کامرې لیګدلې چې دوئ د کورنو دننه عکاسي کوي .
ځینی ځایونه خو بیخي خلګو په مظاهرو لاس پوری کړی او غوښتنه یې کړې چې نوموړي بالونونه دي د دوئ له کلیوالي سیمو څخه لیري کړل شي.