افغانستان

بدخشان: په وردوج کې لاهم خونړۍ نښتې روانې دي

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په وردوج ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لا هم بریدونه روان دي.

د بدخشان امنیه قومندان لعل محمد احمدزی وايي چې دوی د طالبانو په وړاندې عملیات پیل کړي او هڅه کوي چې د طالبانو په واک کې سیمې بېرته ترې ونیسي.
د سیمې د خلکو له قوله طالبان د دې ولسوالي په کلیو کې پراخ نفوذ لري او د خلکو په ملاتړو خپل بریدونه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د روان لمریز کال له پیل سره دولتي نظامي مسوولینو څو ځلې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړل او په خبرونو کې يې یادې سیمې له طالبانو پاکې ښوودلې.

خو په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې نظامي مسوولینو یو ځل بیا د طالبانو پرضد دعملیاتو خبر ورکړی، چې ولسي وګړي يې اندېښمن کړي دي.

د دوی په خبره په عملیاتو کې د دې پرځای چې طالبان په نښه شي، د طالب په نوم ولسي وګړي تهدېدېږي، وهل کېږي او ترزندانه رسول کېږي.

یاده دې وي د هېواد په شمال کې د نورو وختونو په پرتله د طالبانو په سږنیو عملیاتو امنیتي پېښې خورا ډېرې وي.

په بدخشان، کندوز او فاریاب کې د کال په اوږدو کې څو ځلې په ځینو ولسوالیو واک هم ټینګ کړ، چې نوي حکومت ته يې مبارزه ستره ننګونه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x