افغانستان

لوګر کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ یوې چاودنې د دوو پولیس افسرانو په ګډون درې پولیس وژلي او یو بل سخت ټپي کړی.

د لوګر د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالولي طوفان پېښه تایید کړه او زیاتوي، چې پېښه پرون له غرمې وروسته د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر ګزمې بوختو پولیسو شوې ده.

نوموړي همداراز وویل، چې چاودنه کې له ډېرو قوي انفجاري موادو کار اخیستل شوی او د پولیسو موټر یې هم په بشپړه توګه ویجاړ کړی .

طالبانو د پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی او وایي، چې د بره کي برک ولسوالۍ په بره کي راجان سېمه کې یادې چاودنې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې او رینجر یې هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی.

امنیتي چارواکو د ټپي شوي پولیس د روغتیايي وضعیت په اړه مالومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x