fbpx

په قرآن کې ارواپوهنه ـ شپاړلسمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک

الف: په قرآن کې حسونه:

ماشوم د زوکړې په وخت کې پر هيڅ هم نه پوهېږي؛ مګرله لږ وخت  وروسته په خپله يو څه پيلوي او دغه پيلول له باندينۍ نړۍ نه په اغېزمنتيا سره کوي. دغه عوامل په هغه کې بېلابېل احساسات پيداکوي چې وروسته يې له باندينۍ نړۍ د ادراک او پېژندنې پايه کېږي. په قرآن کريم کې ډېر د دې اړوند آياتونه شته، چې موږيې دلته څو نمونې راوړو:

ژباړه: (اى محمده!) ورته ووايه (الله جل جلاله) هغه ذات دى چې تاسې يې پيداکړئ او تاسې ته يې غوږونه (اورېدل)، سترګې (لېدل) اوزړونه (تفکر او تعقل) درکړل، تاسې ډېرلږ شکر ويستونکي ياست.(ملک، ٢٣آية)

ژباړه:بيا هغه (ډانچه) برابره کړه او خپله (پيداکړې)اروا يې پکې پو کړه او تاسې ته يې غوږونه (اورېدل)، سترګې (لېدل) اوزړونه (تفکر او تعقل) درکړل، تاسې ډېرلږ شکر ويستونکي ياست.(سجده، ٩آية)

قرآن کريم د سترګو او غوږونو په يادولو سره د احساس د دو وسيلو په حيث بسنه کړې ده؛ ځکه چې: لومړى دغه دوه حسونه د درک په جريان کې ډېر ازرښت لري، دويم د دې دواړو يادونه ځينې داسې مسائل لري چې د حسي ادراک اړوند د ټولو حسونود ارزښت لپاره بس دي او دا د قرآن له ځانګړنو او بليغ ارزښت څخه دى، چې کله يو څه کُلي يادوي او له جزئياتو يې تېرېږي.
په ډېر آياتونو کې غوږ له سترګې وړاندې يادشوى، چې څودليلونه لري:

١_ غوږ، د حسي ادراک، زده کړې او يادولو په کار کې ترسترګې وړاندې دى؛ ځکه چې يوه ژبه او نورې زده کړې ړوند هم کولاى شي، مګر که څوک کوڼ شي زده کړه به ورته سخته وي. په قرآن کې غوږ له عقل سره په څنګ کې ياد شوى، چې لوستونکي وپوهېږي، چې د عقل او غوږ تر منځ کلکه اړيکه شته.

ژباړه: اى زموږ ربه! موږ دهغه غږ کوونکى غږ واوريد، چې  (خلک) يې ايمان ته وربلل؛ دا چې ايمان راوړئ ستاسې پر رب، نو موږ ايمان راووړ، اى زموږ به! نو موږ ته زموږ (لويې)ګناوې راوبخښه او (وړې) ګناوې مو لرې کړه او له نېکانو سره مو مړه کړه.(آل عمران، ١٩٣آية)

٢_ د اورېدلو حس له زوکړې سره سم کارپيلوي، ځکه چې نوى زېږېدلى ماشوم سمدلاسه غږونه اوري؛ مګر د سمو ليدلو لپاره يوڅه وخت ته اړتيا لري.

٣_ د اورېدلو حس خپله دنده بې له ځنډه هروخت ترسره کوي. په داسې حال کې چې دليدلو حس کله_کله کارنه کوي، مثلاً کله چې انسان ويده کېږي، د ليدلو حس يې کارنه کوي؛ مګر د اورېدلو حس فعاله وي، حتى د همدې غوږونو له لارې په زوټه چيغې راويښېږي. پر همدې دليل الله جل جلا له د غارد څښتنانو(اصحاب کهف) په کيسه فرمايي چې دهغوى په غوږونو مهر ووهل شو، چې ښه ويده شي او يو غږ يې هم راويښ نه کړي:
ژباه: نو په غار کې مو دهغوى پر غوږونو په شمېر څوکاله (پرده) کېښوده. (کهف، ١١آية)

٤_ د اورېدلو حس (غوږ) تل په هرځاى او هر حالت (تياره او رڼا) کې غږ اورې؛ مګر سترګې يواځې په رڼا کې ليدلاى شي. دلته بايد ووايو چې په قرآن کې غوږ مفرد يادېږي؛ مګر سترګه (بُعد) ډېر وخت د جمعې صيغې _ سترګې (ابصار)_ په ډول راځي، دا پخپله د قرآن د اعجاز يوه نښه ده، ځکه چې غوږ هر غږ اوري؛ مګر سترګې هغه څه ويني چې انسان يې وغواړي. يعنې غوږ ډېربې ارادي غږونه هم اوري؛ مګر سترګې د انسان په خوښه اوړي  را اوړي.

که چېرته په يو ځاى کې څونفره يو غږ واوري، تقريباً ټول يې په يو ډول اوري، مګر دغه کسان بيا يو شى له مختلفو زاويو ګوري. ځکه چې د يو شي په وړاندې د دوى ليد په خپلو کې سره توپير لري. کله چې په کوم لوري ګوري ممکن نور څه هم وويني (ځکه خو يې له ليدلو سره فکري ځواک پوره نه ملګرى کېږي، څوک ټول فکر پر هماغه نقطه راټولوي او د چا فکر لږ_لږ په نورو ليدل شويو شيانو کې بند شي، ځکه خو يې ليد توپير سره لري.\ژ). پر دې سربېره کله چې يو غږ نېغ زموږ غوږو ته راورسېږي پر داوړو غوږو يې اغېز يو ډول وي. مګر که يو شي ته نيغ و ګورو نو په ښۍ سترګه مو د ښۍ سترګې اخيستل شوى تصوير او په کيڼه سترګه مو د کيڼې سترګې اخيستل شوى تصوير پاتې کېږي؛ځکه چې ښۍ سترګه يو شي ته له يوه لوري او بله ورته له بل لوري ګوري.

پاتې شته…

تېره برخه دلته لوستی شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د