fbpx

د کونړ والي د وسلوال برید څخه روغ وتلی، او امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې

governer_of_kunarنن ټکی آسیا: د کونړ والي سید فضل الله وحیدي نن د یو راکټي برید خخه روغ رمټ ووتی.

خپله وحیدي نن ځیني رسینو ته ویلي چې دی نن د شیګل ولسوالۍ ته تللی وو، او کله چې بیرته راتلی، نو د شیګل ولسوالۍ د شینکوړک په سیمه کې ددوی کاروان د طالبانو تر برید لاندي راغلی، او یو راکټ د ښاغلي وحیدي او د ساتونکو د موټر په منځ کې ولګیدی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلي چې برید ددوی مجاهدینو کړی او تر اوسه یې د مرګ ژوبلي په اړه مالومات نه دي تر لاسه کړي.
مګر په یوه بل راپور کې چې ذبیح الله مجاهد ورکړی ویلي چې ددوی مجاهدینو د شیګل ولسوالۍ د ساګي په سیمه کې پر یوه پلي ګزمه برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه 11 تنو امریکایانو ته مرګ ژوبله اړولی.
ذبیح الله منلې چې ددوی دوه مجاهدین په پېښه کې ټپيان شوي دي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د