ولس وروستیو نا امنیو له دولته لرې کړی

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): نږدې دوه میاشتې مخکې د تلې د میاشتې په اوومه نېټه د ګډ حکومت دواړو مشرانو د نوي حکومت د لوړې مراسم ترسره کړل.

سره له دې چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې په هېواد کې جګړه په شدت روانه وه، ولس له لوږې د اولادونو خرڅلاو ته ملا وتړله خو بیا هم ځینو د نوي حکومت له پیل سره خپلې هیلې تړلې وي او د ټول افغان ولس د ګډې هیلې ـ سولې ـ راوستو لپاره نوي حکومت ته د وروستۍ تکيې په سترګه کتل کېدل.

اشرف غني د لوړې له مراسمو نږدې څلورویشت ساعته وروسته پخپل امنیتي سلاکار حنیف اتمر د کابل ـ واشنګټن جنجالي امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې د سولې په اړه د ولس وروستۍ هيلې هم له خاور سره خاورې شوې.

د نوي حکومت له پیله نږدې دوه میاشتې تېرېږي خو په امنیتي برخه کې وضعیت مخ په خرابېدو روان دی.

وړاندې تر دې ډېری وخت د طالبانو بریدونه په ولایتو کې په ولسوالیو پورې تړلي و، خو د نوي حکومت له پیل سره دکابل ښار داسې کمه ورځ شپه کوي چې پکې درې چاودنې نه کېږي.

د ځینو ناتایید شویو راپورونو له قوله د امنیتي تړون له لاسلیک سره په دولتي سطحه ځینې خلک کلک مخالف و، چې په دې وروستیو کې د طالبانو زورور بریدونه د دوی په همکاري ترسره کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې وړاندې تر دې هم په ښار کې ډاډه نه شوای ګرځېدلی وروستیو بریدونو ډېر اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار اسمايي واټ ته څېرمه کتاب پلورونکی حاجي وکیل احمد وايي چې په ښار کې خلک ډاډه نشي ګرځيدلای، ځکه چې هرچېرته دولتي موټر ترسترګو شي د چاودنې ویره ورسره تړلې وي.

هغه وايي: «اوس د ښار خوند نشته، خلک په بېړه خپل کارونه کوي او بېرته ځي، هره ورځ درې ـ څلور چاودنې کېږي.»

د نوموړي په قول نوي حکومت د خلکو لپاره هيڅ نه دي کړي، په داسې حال کې چې خلکو ډېرې هیلې ورسره تړلې وي.

ورته خبره د کابل د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانګې محصل نقیب الله هم کوي هغه وايي چې نوي حکومت پخپلو لومړیو ورځو کې خلکو ته امتحان ورکړ.

هغه وايي: «په کابل کې د کرزي په ټوله دوره کې دومره بریدونه نه دي شوي؛ لکه په د اشرف غني او عبدالله په دې دوو میاشتې حکومت کې.»

نوموړی وايي چې څو ورځې وړاندې د دوی له پوهنتون سره نږدې چاودنه وشوه، د ده په خبره دولتي مسوولین ځانونه په خلکو ساتي، چې دوی نه وي محصل څوک څه کوي؟ «وړاندې تر دې دلته ولې چاودنه نه کېده، خو چې کوم چارواکی تېرېږي راتېرېږي، چاودنه پرې کېږي، دوی ځانونه په موږ ساتي، د دې پر ځای چې موږ وساتي.»

د نن ټکی اسیا له لوري په یوې شوې احصایه کې ښوودل شوي و، چې که چېرته په نوي حکومت کې د دولتي مسوولینو د وژنو ورځنۍ شمېره لس تنه وي، نو د ګډ حکومت په پنځه کاله کې به یواځې دولتي مامورین اتلس زره تنه وژل شوي وي.

د کابل پوهنتون د حقوقو اوسیاسو علومو پوهنځي د درېیم کال محصل وفی الله بیا وايي چې دولتي مسوولین ډېر وخت پر دې ځان خلاصوي چې دا برید په پاکستان یا بل ګاونډي کې طرح شوی و.

نوموړی وايي چې دوی یواځې ځان ته دوړو پوزه جوړوي.

هغه وايي: «له برید وروسته دوی وايي چې دا بریدګر له پاکستانه راغلی و، دا غټه دشرم خبره ده، له پاکستانه څنګه سړی تر کابله درته راورسېږي، برید هم وکړي، ودې وژني هم، او بیا ځان ته حکومت هم وايې؟»

د وفی الله په خبره دولت د دې پرځای چې خلک وساتي په خلکو ځان ساتي، دی وايي: «دوی په خلکو ځانونه ساتي، دوی مسوولیت لري چې بریدګر که افغانی دی، که خدای دې وکړي چې چینايی وي، خو دا ثابتوي چې دوی يې په وړاندې بې وسه دي.»

یاده دې وي په کابل ښار کې وروستي بریدونه په بازار هم بې اغېزې نه دي پاتې شوي.

د کابل په ميرویس میدان کې د بوټ پلورنې د لويې مغازې څښتن حاجي عبدالقیوم وايي چې له نوي حکومت سره سودا خورا مخ پر ځوړ روانه ده.

د نوموړي په خبره خلک هره شپه په تلویزونونو کې د چاودنو او بریدونو خبرونه ګوري، نو څنګه به بازار ته زړه ښه کړي.

یاده دې وي له نوي حکومته د خلکو د لرې والي یو بل علت په دولتي ادارو کې پرېمانه فساد هم ګڼل کېږي، ویل کېږي د فساد یو علت هم دادی چې هر وزیر او والي له سرپرست کېدلو وروسته خپله هره ورځ وروستۍ ګڼي او د جېبونو ډکولو ته زور ورکوي.

خلک په داسې حال کې له نوي حکومته د لرې کېډو په حال کې دی چې طالبان د هېواد پلازمینې ته راورسېدل او داسې ورځ ډېره کمه وي چې درې چاودنې وشي، بلکې تل تر یاد شمېر ډېر بریدونه کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د