ټولنیزه برخه

څڼېور زلمی او د بیاتي څښتن

اسدالله غضنفر

که د سرمعلم بیاتي په لاس کې وي او د لسم ټولګي د هغه زده کوونکي وېښته وربیاتي کړي چې اوږدې څڼې یې پرې ایښې دي، څه به وشي؟ د زلمکي همځولي او نور کسان چې د ده ګډو وډو وېښتو ته وګوري، ورپورې وبه خاندي، دی به ژور حقارت احساس کړي او دغه ترخه خاطره به یې شاید په ټول عمر کې هېره نه شي.

البته، د زلمکي د څڼو د غوڅولو معنا دا نه ده چې هغه به خامخا په یو داسې چا بدل شي چې سرمعلم یې ارزومن دی. د دې پېښې په وړاندې د زلمکي غبرګون ممکن درې بڼې ولري: دی به څڼې نورې هم اوږدې کړي او چې ډېر مجبور شي، له ښوونځي به ووځي. دی به د ادارې زور ته تسلیم شي او د زړه له تله به دا ومني چې په ټولنه کې د زور او بیاتي خاوندان په حقه دي. دریم ډول غبرګون شاید دا وي چې په ظاهره به د سرمعلم ومني، وېښته به کم کړي خو په زړه کې به وایي چې سرمعلم یو کم عقل او عقده من انسان دی.

د دریم ډول غبرګون معنا دا ده چې زده کوونکي ریا ته مخه کړې ده. ریاکار انسان له ټولنې سره په زړه کې مخالف وي، د نورو تېر ایستل ورته بد نه ښکاري او دا امکان ډېر دی چې خلک باور ورباندې وکړي. متل دی وایي چې رښتیا راځي دروغو به کلي وران کړي وي. ریاکار انسان که څه هم د تقوا او اخلاقو په نمایش کې ډېر تکړه دی خو زړه یې د کرکو، کینو او بې رحمیو ځاله ده او چې فرصت په ګوتو ورشي، ټولنې ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوي.

هغه کسان چې د زور د خاوندانو د سپکولو، وېرولو او ځورولو په مقابل کې بغاوت کوي، ټولنې ته ممکن نورې ستونزې پیدا کړي او د یوې بې عدالتۍ د ختمولو لپاره بلې بې عدالتۍ ته لاس واچوي.

موږ د زور او فشار په مقابل کې یو بل ډول غبرګون دا یاد کړ چې بنیادم زور ته تسلیم شي او د زړه له تله دا ومني چې هغه څوک په حقه دی چې بیاتي ورسره وي. دغسې کس په ظاهره ټولنې ته جنجال نه جوړوي او د ټولنې د ارزښتونو ملاتړي ورنه خوشحاله وي خو که د بیاتي خاوند بل څوک شي او دغه بل څوک نور ارزښتونه ولري نو دی به په لومړۍ ورځ د زړه له تله د نوي بادار د ارزښتونو پلوی وي. هسې وایي چې غزنوي محمود تور بانجان وستایل، دلقک هم وستایل خو په سبا چې سلطان د بانجانو بد وویل، دلقک یې بد وویل. چا وپوښت چې پرون دې یې تعریف کاوه او نن غندنه، دا ولې؟ دلقک ځواب ورکړ: زه د سلطان نوکر یم، نه د بانجان.

یو هغه شخصیت وي چې بنیادم یې پخپله د ځان لپاره جوړوي او بل هغه شخصیت وي چې نورو په ده باندې تپلی دی. بنیادم له خپل هغه شخصیته په اسانۍ سره تېرېږي چې نورو ورباندې تپلی وي، ځکه نو ویلای شو چې د زور په مقابل کې د تسیلم شوي کس اخلاق د باور وړ نه دي او دغسې څوک به د عالي شخصیت او عالي اخلاقو څښتن نه شي.

مونږ په ټولنه کې د وګړیو د شخصیت د واقعي ودې په کار کې معمولا دوو ټکو ته پام نه کوو: یو دا چې ډېره تکیه مو په زور وي، نه په محبت او منطق. که د لسم ټولګي هغه زده کوونکی د وېرولو، سپکاوي او تحقیر له لارې نه بلکې په سمه په دې وپوهول شي چې ښوونځی د دغو دلیلونو په اساس د وېښتو لنډول غواړي، نو سرمعلم شاید بې له دې چې د زده کوونکي شخصیت ته صدمه پېښه کړي او د لا لوی تاوان سبب شي، خپل مقصد ته ورسېږي.

د وګړیو د اخلاقي کېدو او د دوی د شخصیت د ودې په چاره کې زموږ بله نیمګړتیا دا ده چې له وګړیو عالي اخلاق غواړو خو د ټولنې د حالت د بهترۍ لپاره زحمت نه باسو. مونږ له وګړیو غواړو چې غلا مه کوئ او حرام مه خورئ مګر خلکو ته د کار د پیدا کولو او نجونو او هلکانو ته د زده کړو او مهارتونو د ورښودلو په غم کې نه یو. مونږ له ځوانانو توقع لرو چې نامحرمو ته دې په بدو سترګو نه ګوري مګر د ولور د کمولو لپاره یا د زور او جبر د ودونو د مخنیوي لپاره مبارزه نه کوو.

دا توقع چې وګړي دې ښه اخلاق ولري او د ټولنې ارزښتونه دې د خپل شخصیت برخه وګرځوي، هاله په ځای ده چې ټولنه د وګړیو د بنیادي ضرورتونو د پوره کولو وړتیا ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zarifi

دلته دڅڼیو توهین شوی باید ویل شوي وای چي سر ببر زلمی ځکه څڼې دافغاني ټولنې یو ثقافتي او عنعنوي پښتني سبمبول دۍ

غوربندي

غضنفر صیب تاسو ته سلامونه او احترام که تاسو خپلو لیکنو کې د فرد او ټولنې دواړو د حقوقو هم مهاله پام او معادله و نه شی ساتلی نو ویره ده چې لیکنی به مو تر ډیره بریده فردي ازادی ته کار ورکړي او دا هغه څه دي چې دیموکراسی یی غواړي. امر بالمعروف و نهی عن المنکر داسی اصل ده چیدیموکراسي یی له بیخه له پامه غورځوي (ځکه دیموکراسي بیخ نلري یعنی یو بی بنیاده شی ده) خو مونږ مسلمانان یوازی کولای شو د یاد اصل په حکتونو او اسلوب لیکنی وکړو لکه څنګه چی په پورته لیکنه کی… نور لوستل »

Malim

ټولی علمی څیړنی د واحد پر اساس تحقیق مومی د اسدالله صیب تبصره پر ځای او د انسانی نفسیاتو (ارواح پوهنی ) د اصولو سره سمه ده. جامعه واقعا له افرادو تشکیلیژی ، په بله مانا د جامعی واحد فرد دی او د جامعی سمون د چ هدف وی نو ښکاره خبره ده چه له فرد څخه شروع کیژی سر معلم صیب خو د یو شاګرد سر نه دی ور بیاتی کړی خو تر نیمایی یی د زیاتی جامعی سرونه ور بیاتی کړی او بد بختانه د سر معلم ویښته چه له خیرو او ریچو ډک وه ، د جامعی… نور لوستل »

gul

مالیم صاب له لیکنې چې تبصره اوږده شي داسې ښکاري لکه تر تسپو چې ځونډۍ اوږد شی،مالیم صاب تبصری دې ټولې لولم خو هغه چی تر لیکنې اوږدې هغه نه لولم که تبصرې مو لږ رالنډې کړئ ستاسو جدیت د ستاینې وړ دی ان شاءالله دلته سره ښه ملګرتیا کولای شو خدای دې افغانستان ازاد کړی چې د شهرنو پارک په ټیبلانو ګپې سره وکړو

Malim

علی ګل ورور ته احترامات او سلامونه دری غلطی کوم اولا وخت نلرم یو ځل لیکنه د املا او انشا له مخی وګورم دوهم : لږ احساساتی کیزم چه دا یواځی زما نه بلکه د هر افغان بیچاره مشکل دی چه د هیواد نا خوالو ډیر دردولی او ځورولی یو او هر یو زر احساساتی کیژو دریم : په دوهم ځل کتنه کښی باید هدف خلاصه او احساسات ورڅخه لیری او په خندونکی جاذب انداز تحریر وړاندی شی ستا له زحمت څخ یوه نړۍ مننه او ستاسو مشوره دقیقه او نیوکه مو پر ځای ده کوشش به وکړم ستاسو له… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx