افغانستان

ترافیکي پېښو د امنیتي منسوبینو په شمول ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم۲۹مه، ۱۳۹۳ل):نن سهار شاوخوا اوه بجې د کندهار ښار  په دریمه ناحیه کې د یوې ترافیکي پيښې له کبله د ملي اردو پنځه عسکر ټپیان او موټر یې ویجاړ شوی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وویل،چې دا پېښه هغه مهال را منځته شوه، کله چې د دریمې ناحیې اړوند د کابل دروازې په سېمه کې د ملي اردو د عسکرو یو رینجر موټر له یو مساپر وړونکي ۳۰۳ ماډل بس موټر سره ټکر وکړ.

د والي ویاند چې د پېښې له ځایه د اردو پنځه ټپيان شوي عسکر دا مهال میرویس روغتون ته وړل شوي، خو د ولسي خلکو او په بس کې د سپرو کسانو د زیان په اړه یې څه ونه ویل.

د میرویس روغتون ډاکتران وايي، چې له ور وړل شویو پنځو عسکرو د دوو تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د یادونې ده، چې ترافیکي پېښې ډېری مهال د موټر چلوونکو د بې پروايي له کبله را منځته کېږي، همداراز د امنیتي منسوبینو څخه هم ډېر وخت شکایت کېږي، چې ترافیکي اصولو ته هېڅ غاړه نه ږدي او د ولسي خلکو د ژوند و مرګ پروا هم نه ساتي.

همداراز د یو بل خبر له مخې ، په فاریاب کې د دریو جلا جلا ترافیکي پېښو پر مهال د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه کړي او د دغه ولایت د ملي امنیت د مرستیال په شمول ګڼ نور ژوبل کړي.

لومړۍ پېښه تېره ورځ ماسپښين د قوشکم په سېمه د میمنه – المار د امنیتي کمربند په پنځه کیلومترۍ کې را منځته شوه، چې د یوې ښځې او یو درې کلن ماشوم په شمول څلور تنه پکې مړه او دوه تنه نور ټپیان شول.

همداراز په میمنه ښار کې د پوهنتون په سړک پولیسو یو زده کوونکی په موټر وهلی، چې ځای پر ځای یې ساه ورکړه.

درېیمه پېښه په  خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې هغه مهال را منځته شوه، چې د دغه ولایت د ملي امنیت د ادارې د مرستیال موټر له یوې ریکشا سره وجنګېد.

د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې د فاریاب د ملي امنیت مرستیال جنرال سید عبدالواسع ټپي شوی او دا مهال د درملنې لپاره مزار شریف ښار ته لېږدول شوی او د ریکشې چلوونکی ځوان بیا سمدستې ساه ورکړې.

د فاریاب د ترافیکي مدیریت سرپرست دوهم څارمن عبدالحکیم بختیار درې واړه پېښې تایید کړې.

د نوموړي په وینا، د روان کال په اوږدو کې په دغه ولایت کې ټولټال ۷۶ ترافیکي پېښې رامنځته شوې، چې د ښځو ، ماشومانو او سپین ږېرو په شمول ۱۲۰ تنو په پکې مرګ ژوبله رسیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x