افغانستان

په هلمند کی له تیرو دوو ورځو راهیسی د ډیرو مخابراتی شبکو فعالیت په ټپه درېدلی دی

Comunnicationپه ولسي جرګه د هلمند ولایت استازی نسیمه نیازی وایی چې دې ته داسې رپوټونه وررسېدلي چې له تیری ورځی راهیسی په هلمند کې یو شمیر مخابراتی شبکو خپل فعالیت درولی دی .

دا وایی هڅه کوي چې ډېر ژر دا  ستونزه  لرې کړي.

آغلې نیازۍ وايي چې د مخابراتی شبکو فعالیت دوی هم له ګڼو ستونزو سره مخکړي داځکه چې ددې پروینا له موخپلو موکلینوسره داړیکو یوازینۍ وسیله همدا تلیفوني اړیکې دي.   

د مخابراتو وزارت ویاند انجینرخیرمحمد فیضی  هم وايي چی دوی هم  داسی معلومات ترلاسه کړی چی په هلمند کی د ځینو مخابراتی شبکو خدمات د دولت وسلوالو مخالفینو درولي دي. ښاغلي فیضي وویل دوی په دې برخه کې د څه کولو توان نه لري او شرکتونه، نه شي اړکولی چې فعالیت وکړي، داځکه چې که دولت هغوی فعالیت ته اړ کړي، باید هغوی ته له دې پلوه  اووښتونکی زیان هم جبران کړي.
افغان بیسیم یو له هغو مخابراتي شرکتونو نه دی چې په هلمند کې یې فعالیت درول شوی دی. ددغه شرکت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط  سلام وطنداره ته وویل: ښایی په راتلونکو دوو ورځو کې ځینې مخابراتی شبکی خپل فعالیت بیرته پیل کړي .
په هلمند کې روشن، افغان بیسیم،  ام ټی ان او د اتصالاتو مخابراتی شبکې دهلمند مرکزلښکرګاه سربېره  ددغه ولایت په ۷  ولسوالیو کی نږدې ۳ لکه وګړو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.
داسې ښکاري چې اوس د افغانستان ډېرو نورو سیمو په شان په هلمند کې هم  آن عادي  وګړي په ورځینو چارو کې له ګرځنده تلیفون یا مبایل څخه استفاده کوي.

سلام وطندار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

جا درولی، دا کارونه خو طالبان کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x