افغانستان

فاروق وردګ: ترکيې په افغانستان کې پنځه زره تنه زده کوونکي فارغ کړي

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د پوهنې سرپرست وزیر فاروق وردګ په ننګرهار کې د جلال اباد مومن افغان ـ ترک د ښوونځي د پرانیستې پر مهال وویل چې د ترکيې هېواد په افغانستان کې پنځه زره تنه زده کوونکي فارغ کړي دي.

په هغه ناسته کې چې په ننګرهار کې د جلال اباد مومن افغان ـ ترک د هلکانو لېسې د پرانیستې لپاره جوړه شوې وه، فاروق وردګ وویل چې د ترکيې هېواد له ۱۹۹۵ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې پنځه اتیا بابه ښوونځي جوړ کړي دي، چې پر پنځو زره فارغو زده کوونکو سربېر پکې څلور زره اوه سوه تنه په زده کړو بوخت دي.

په دغه ناسته کې چې د پوهنې سرپرست وزیر، د ننګرها سرپرست والي، د ولایتي شورا غړي او قومي مخورو ګډون درلود، فاروق وردګ د دې لېسې پرانیسته یو ښه ګام وګاڼه او ویې ویل چې د ننګرهار پو پوهنیز ډګر کې به ښه اغېزه وکړي.

دغه لېسه چې د ترکيې هېواد او مومن شرکت په ګډ مالي لګښت په اته جریبه ځمکه کې جوړېږي، ویل کېږي چې په یو کال کې به ګټې ته تیاره شي او په دېرشو تدریسي خونو کې به د اوه نیم سوه زده کونکو د ځایونې وړتیا ولري.

ترکیه نه یواځې په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې مرسته کوي، بلکې په ترکیې هېواد کې هم دوه زره درې سوه درې دېرش تنه محصلین په زده کړو بوخت دي.

د ترکيې پښتو ویبپاڼه وايي په ترکيه کې د نړۍ له یوسل او یو نوي هېوادونو نه شاوخوا اته څلويښت زره بهرني محصلین زده کړې کوي چې ترکمنستان د شپږ زره نهه سوه شپږ محصلینو په لرلو سره په ترکیه کې لومړنی بهرنی هېواد دی چې ډېر شمېر محصلین يې په دې هېواد کې په زده کړو بوخت دي.

اذربایجان دویم، ایران درېیم او افغانستان په څلورم مقام کې راځي، چې په ترکیه کې د زده کړو په برخه کې تر سوريې او یونان ډېر محصلین لري.

په ترکیه کې په ۲۰۱۱میلادي کال کې د بهرنیو محصلینو لپاره نوې اداره جوړه شوې، چې د همدې ادارې د راپورو له مخې یواځې په روان میلادي کال کې دیارلس زره یوسل شپږنوي محصلینو داخله کړې، چې په یو سل اوه پنځوس دولتي او غیردولتي پوهنتونو کې به زده کړې کوي.

ترکیه د کابل په ګډون په ځینو نورو لویو ښارونو کې هم د نجونو او هلکانو لپاره لېسې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x