
دفاع وزارت: د ملي اردو اته تنه سرتیري وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددغه وزارت منسوبین د ملي اردو اته تنه عسکر په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې وژل شوي، او ورسره یې د ۲۳ تنه مخالفینو د وژنو ادعا کړې.
د فاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ځانګړو پيښو او دقیق ځای نه دی په نښه کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی ۲۳ تنه مخالفین په ننګرهار، غزني، کندهار، وردګ او ځینو نورو ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو به ترڅ کې وژلي، او ۱۳ میله وسله یې هم نیولې ده.
باید وویل شي چې د طالبانو ویاند د دفاع وزارت خبرپاڼي په ورځني توګه ردوي، او په خپل ټویټر پاڼه کې تیره ورځ وویل چې دفاع وزارت چې کومه ورځ تلفات زیات وي، هغه ورځ د طالبانو د مړو په شمیر کې زیاته مبالغه کوي.
طالبان ددغه خبرپاڼو د ردولو تر څنګ ادعا کوي چې ددوی په عملیاتو کې په لسګونو سرتیري هره ورځ وژل کیږي.