نظــر

امريکا ته د جنرال راحیل شریف سفر او سیمه ییز لوبغاړي

ليکوال: عارف نظامي
ژباړن: احمدجرس

سيمه کې د بدلېدونکو حالاتو او ستونزو له مخې د پاکستان د پوځ ستردرستیز جنرال راحيل شريف واشنګټن ته تللی دی. د ېوې اوونۍ په دې اوږده سفر کې جنرال راحيل شريف امريکايي چارواکو سره د دوه اړخيزو همکاريو په زياتولو او له افغانستانه د امريکايي عسکرو په وتلو خبرې اترې کړي دي.

د جنرال شريف داسفر ځکه هم مهم بلل کيږي، چې ۲۰۱۰ م کال کې د پاکستاني پوځ پخواني سرلښکر جنرال پروېز اشفاق کياني د پاکستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو مذاکراتو لپاره واشنګټن ته تللی و.

د نوموړي پلاوي مشري د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قریشي کوله او دا ځل د امريکايي پوځ د ګډو ځواکونو د مشر جنرال لايډ اسټن په بلنه د جنرال راحيل شريف په مشرۍ دغه پلاوی د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته تللی دی.

دا خبره ورځ تر بلې روښانه کيږي، چې ميانوازشريف خو د پاکستان صدر اعظم دی، مګر مهمې او ستراتيژيکې چارې جنرال راحيل شريف په خپل سر پر مخ بيايي.
امريکا چې د ولسواکۍ نړيواله مرجع بلل کيږي، اوسدا مني، چې اصلي واک هلته هم پوځ او نظامي اداروسره دی.
تېر سپټمبر کې، چې صدراعظم نوازشريف نيويارک ته د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته د وينا لپاره ولاړ نو امريکايي چارواکو د پام وړ ارزښت ورنه کړ، مګر د هند توندلاري صدراعظم نريندرامودي ډېر تود هرکلی وشو او ګردو سياسي او نظامي امريکايي چارواکو استقبال کړ.

روانه اوونۍ، چې د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته راغی، نو له هر ډول پروټوکول پرته په خپل سر د پوځ مشر سره د لېدو لپاره د پوځ مرکزي دفتر ته ولاړ او هلته يې جنرال راحيل شريف سره په دوه اړخيزو ستونزو او شخړو خبرې اترې وکړې او په دغه ليدنه کې به دا خبرې هم شوي وي، چې ځانګړې وسله والې ډلې افغانستان ته د جګړې او بريدونو لپاره راځي او باوري سرچينې وايي، چې اشرف غني له جنرال راحيل شريف څخه غوښتي، چې ای ايس ای بايد افغان طالبان خبرو اترو ته په تيارولو کې مرسته وکړي.

اشرف غني له دې وروسته د پاکستان صدر اعظم نوازشريف سره هم خبرې اترې وکړې، مګر بنسټيزې خبرې د پوځ مرکزيدفتر «جي ايچ کيو» کې وشوې.
نواز شريف غواړي، چې سيمه کې هند او افغانستان سره ښې او غوره اړيکې ولري، مګر پوځ دې فکر سره جوړ نه دی. نوازشريف د اقتصادي فکر لرونکی شخصيت دی، مګر پوځ د خپلو ستراتيژيکو موخو له مخې د نوازشريف د ستراتيژۍ مخالفت کوي او د دې تر څنګ امريکا هم له پاکستانه د «لا زیاتو هڅو» پرله پسې غوښتنه کوي.

په لنډ وخت کې شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځ له يوولس سوو زيات مخالفين وژلي او له سلو زيات پوځيان هم په کې وژل شوي دي.
پاکستان وايي، چې د هر ډول وسله والو پر ضد عمليات کوي، مګر هند او امريکا پر پاکستان تور لګوي، چې د امريکا او هند د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.

نريندرامودي، چې څو ورځې وړاندې امريکا ته تللی و، امريکايي چارواکو سره يې په ګډه اعلاميه کې القاعده، لشکر طيبه، جيش محمد او طالبان خپل ګډ دښمنان وبلل.

د پاکستان پوځ وايي، چې دوی له هر ډول توپير پرته د وسله والو پر ضد عمليات کوي او په اوسنيو پوځي عملياتو کې يې د افغان طالبانو او حقاني شبکې ګڼ مرکزونه نړولي دي، مګر د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وويل، چې څوک د پاکستان دښمن نه وي، د دوی هم دښمن نه دی او د امريکا هر دښمن د پاکستان دښمن نه دی.

د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي ځواک اوس له امريکا وروسته د سيمې په چارو کې دلچسپي ښوولې ده.
چين شرقي ترکستان «سينګيانګ» کې د مسلمانانو وسله والو پر ضد پوځي عمليات کوي او هلته يې د ايغوري مسلمانانو پر ضد هم عمليات روان دي او ورځ تر بلې پرې بنديزونه لګوي.

چين د افغان طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو اترو لپاره د يو سيمه ييز اتحاد غوښتنه کړې او د چين صدراعظم لي کي چيانګ په خپلو وروستیو خبرو کې ويلي، چې افغانان بايد خپل هر ډول ستونز او کشالې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
اشرف غني له پاکستاني چارواکو هم غوښتي، چې په دې پروسه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

بل پلو چين کې د شرقي ترکستان د اړي ګړي موضوع ده، نو دا خبره خو ټول مني، چې پاکستان سيمه کې د چين تر ټولو غوره او باوري دوست دی اوشمالي وزيرستان، چې د نړيوالو وسله والو ډلو مرکز و او د شرقي ترکستان وسله وال هم دغلته و او پاکستاني پاکستاني پوځ يې ګرد مرکزونه ورونړول، مګر امريکا او هند بيا هم پر پاکستان د ترهګرو د همکارۍ تورونه لګوي.

امريکايي عسکر چې له افغانستانه وځي، نو چين غواړي، چې دغه خلا ډکه کړي او دا کار د پاکستان لپاره يو ګټور ګام بلل کيږي.

چين افغانستان کې پراخه پانګونه پيل کړې او هند سره د سرحدي کشالو سربېره هم ښې اقتصادي او سياسي اړيکې لري او هندسويلي اسيا کې د چين تر ټولو سترتجارتي ملګریدی.
بل پلو پاکستان سيمه کې د چين تر ټولو نژدې اقتصادي او سياسي ملګری دی او دفاعي ستراتيژيکې اړيکې هم سره لري.

له همدې امله چين، افغانستان کې د خپل رول لوبولو پر مهال هند او پاکستان ته هم رول ورکوي.
جنرال راحيل شريف امريکايي چارواکو سره پر هغو دفاعي او ستراتيژيکو مسئلو خبرې اترې کوي، چې دا تېر ديارلس کاله د پاکستان او امريکا تر منځ د شخړو او بد ګمانۍ لامل شوي دي او جنرال شريف هڅه کوي، چې دغه ستونزې حل و فصل کړي، مګر ځمکني حقايق دا دي، چې امريکاخپله کډه تړلې او د افغانستان د ستونزې حل د چين په مشرۍ کې لټوي.

امريکا، چين او نړۍ غواړي، چې پاکستان او افغانستان کې امنيت ټينګ شي، مګر سيمه کې د هند رويه ډېره ناوړه ده او هر ځای د پاکستان پښې وهي او پاکستان سره د خبرو اترو پر ځای پر خپل شرطونو ټينګار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

په پورته تبصره کښی لاندی ټکی د تعجب وړ دی یا خو تبصره کونکی غواړی ثابته کړی چه پاکستان واقعا امریکا ته بازی ورکوی او یا هم بیچاره له حالاتو ندی خبر د پاکستان پوځ وايي، چې دوی له هر ډول توپير پرته د وسله والو پر ضد عمليات کوي او په اوسنيو پوځي عملياتو کې يې د افغان طالبانو او حقاني شبکې ګڼ مرکزونه نړولي دي، مګر د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وويل، چې څوک د پاکستان دښمن نه وي، د دوی هم دښمن نه دی او د امريکا هر دښمن د پاکستان… نور لوستل »

raz mohammed mohmend

BROTHERS THIS IS LAST CHANCE FOR TALIBS TO BECOME TO GETHER WITH AFGHAN GOVERNMENT.
BECAUSE DAEESH DAY BY DAY IN PROGRESS,IF DAEESH COME TO PAKISTAN AND AFGHANISTAN,THIS WILL BRING MORE PROBLEMS TO THE AREA
AFGHAN ARMY AND POLICE GETTING STRONG,AND AFGHAN GOVERNMENT IN PROGRESS.
AFGHAN ARMY GETTING HAVY WEAPONS.
BECAUSE GENRAL DOSTEM ,ALI AHMAD JALALY COMING NOW TO THE FIELD.
now people stay in side with afghan government,
talibe more go down,and lose power,
thank you

ایمل

راز محمد مومند!

ګوړه ګوړه یادوه خوله به د خوږه وی.

Malim

راز محمد جانه

ونی اګیاین

once again I am requesting you to writ Pasht , please practice Pasho its Pashto website and don’t any comment in English its makes dawn your personality , because you have to prove that you are Afghan, ans stop this illegal language more, please be sham

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x