روغتیا

دا خواړه د حساسیت مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): الرجی یا حساسیت یو له ډیرو عامو ناروغیو څخه ده چې انسان له ډیر زیاتو خنډونو سره مخ کوي. دغه ناروغي د بدن دفاعی سیسټم کمزورتیا له امله رامنځ ته کیږي چې درملنې لپاره يي اړین دی چې انسان پوه شي له کوم څیز سره الرجي لري.

د خاورې، گرد، ځینې خواړه، گلان، ربړ او یا هم له ځینو درملو سره الرجی لرل ډیره زیاته عامه ده چې دغه ناروغي د انسان په پوزه، ستونی، غوږونه او پوټکي باندي اثر کوي.

ځینې داسې خواړه شته چې د انسان دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره انسان له دې ناروغی څخه ژغوري چې دلته به مو له ځینو سره اشنا کړو:

۱- مڼه: د ورځې یوه مڼه دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او الرجي مخه نیسي. مڼه د کویرسیتین (quercetin) په نوم یوه ماده لري چې په ځانگړی ډول د الرجی څخه مخنیوي کوي؛

۲- هوگه: الرجي څخه مخنیوی لپاره باید هوګه خپل خواړه یوه اړینه برخه وگرځوئ. هوګه په بدن کې د مختلفو انزایمونو د تولید څخه مخنیوی کولو سره انسان له الرجي څخه ژغوري؛
د هوګې اینټي بایوټیک، انیټې اکسیډنټ او پړسوب ضد خواص به مو د الرجي په موسم کې له ډاکټره وژغوري.

۳- لیمو: لیمو یو له هغه میوو څخه ده چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره د الرجي مخه نیسي. لیمو د ویټامین سي او اینټی اکسیډنټ غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د القلي اندازه نورماله ساتي.

۴- شین چای: له الرجی څخه کړیدونکي باید شین چای خپل ورځنۍ خواړه یوه اړینه برخه وګرځوي چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره د الرجي مخه نیسي. هر ورځ باید دوه گیلاسه شین چای باید وڅښل شي او د لا زیاتو گټو لپاره خپل چاي کې شات او لیمو زیاته کړئ.

۵- زنجفیل: د اینټي اکسیډینټ او پړسوب ضد خواص لرونکي مادو غوره منبع ده او الرجي څخه مخنیوی کوي. د ورځي دوه گیلاسه زنجفیل لرونکی چای څښل به د الرجي سربیره له نورو ډیرو ناروغیو به مو هم وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

یاره ګرانه دا زنجبیل چې ځیني خلک یي ادرک یا سونډ بولي او د سبزیجاتو په دوکان کې پیدا کیږي، دا ترګردو مؤثر مجرب شی دی،زه خپله د یخ سره الرجي لرم او چې یخ موسم راشي نو وچ ټوخی به راته پیدا کیدو، سختې ډیرې دواګانې مې وکړې او ترټولو لویو متخصصینو ته ورغلم خو هیڅ فایده یي ونه کړه ، یوه ورځ د کلي یوه سپیره دوکاندار راته وویل چې ادرک په ایشیدلیو اوبو کې واچو او ویي څښتم ، دپینساري دوکان ته لاړم یو پاو میده شوي زنجبیل/ادرک مي واخیست، دوه ځله مې مستقل چای ترې پوخ… نور لوستل »

Malim

ګل صیب مننه الحمد الله چه الله ج ستا د شفا قدر / مقدار / اندازه په هغه څه کښی اچولی وه چه ډیر عام او وړیا ده : هو یوه ورځ یوه اصحابی له محمدص څخه پوښتنه وکړه چه یا رسول الله نو څه فرق کوی دا چه زه دوا یا دارو وخرم که یی ونه خورم خو په ازل یا تقدیر کښی به می فیصله شوی وی چه یا جوړ شم یا نا جوړ یا مړ شم ؟ محمدص مسکی شو او ورته یی وفرمایل هغه بوټئ چه دارویی خاصیت لری او تاته می توضیه کړ هغه هم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x